کندهار (شال نیوز) : د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد وايي، حکومت یې د رسنیو د سانسور نیت نه لري، خو د ملي مصلحت له مخې د ځینو خبرونو او راپورونو نه خپرول سانسور نه ګڼي.

 

مجاهد د اکتوبر په ۱۹مه په کندهار کي له خبریالانو سره د لیدنې پر مهال ویلي چې حکومت یې د رسنیو د فعالیتونو ملاتړ کوي او هڅه کوي خبریالانو ته اسانتیاوې برابرې او پر وخت معلومات ورکړي.

 

هغه د خبریالانو د هڅو ستاینه کړې او ویلي یې دي چې ځینې بهرنۍ کړۍ په افغانستان کي د رسنیزې ناامنۍ د رامنځته کولو هڅې کوي، خو په وینا یې، دا هڅې به بې پایلې وي.

 

مجاهد ویلي: «د ټول افغانستان امنیت تامین دی.»

 

د طالبانو ویاند دا نه دي روښانه کړي چې د ملي مصلحت له مخې د کوم ډول خبرونو او راپورونو خپرول باید محدود شي او څوک به پرېکړه کوي چې کوم خبر د ملي مصلحت خلاف دی.

 

د نوموړي دا څرګندونې په داسې حال کي شوې چې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته په افغانستان کي د رسنیو پر فعالیتونو محدودیتونه زیات شوي دي.

 

له ۲۰۲۱ کال راهیسې ګڼو راډیوګانو، ټلوېزیونونو او نورو رسنیو خپل فعالیتونه بند کړي دي. ځینې رسنۍ د مالي ستونزو له امله تړل شوې او ځینې نورې د طالبانو د حکومت له خوا د لګول شویو محدودیتونو له کبله له ستونزو سره مخ دي.

 

په دې موده کي د ښځینه خبریالانو او د رسنیو د نورو ښځینه کارکوونکو شمېر هم کم شوی دی. پر ښځو د کار محدودیتونو د رسنیو په ادارو کي د هغوی پر شتون اغېز کړی دی.

 

افغانستان کې پر خبریالانو فشارونه زیات شوي؛ خوست کې د ۱۲ خبریالانو کمرې اخیستل شوي
افغانستان کې پر خبریالانو فشارونه زیات شوي؛ خوست کې د ۱۲ خبریالانو کمرې اخیستل شوي
افغانستان : طالبانو له شمشاد ټلوېزیون څخه د ودانۍ د سپارلو غوښتنه کړې؛ شمشاد یې ردوي
افغانستان : طالبانو له شمشاد ټلوېزیون څخه د ودانۍ د سپارلو غوښتنه کړې؛ شمشاد یې ردوي
په افغانستان کې د بي‌ بي‌ سي راډیو خپرونې پر اېف‌ اېم څپو بندې شوې
په افغانستان کې د بي‌ بي‌ سي راډیو خپرونې پر اېف‌ اېم څپو بندې شوې

 

د رسنیو د ازادۍ نړیوالو سازمانونو، په ګډون د بې پولې خبریالانو او د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې، په افغانستان کي د رسنیو پر محدودیتونو او د خبریالانو پر نیولو او ځورولو اندېښنې څرګندې کړې دي.

 

دغو سازمانونو له طالبانو غوښتي چې خبریالانو ته د خپلواک کار اجازه ورکړي او معلوماتو ته د هغوی لاسرسی یقیني کړي. طالبان بیا وايي چې په افغانستان کي رسنۍ د نافذه قوانینو او اسلامي اصولو په رڼا کي د فعالیت اجازه لري.

 

د مجاهد له تازه څرګندونو وروسته لا هم دا پوښتنه بې ځوابه پاتې ده چې د ملي مصلحت په نوم د خبرونو نه خپرول به څنګه ټاکل کېږي او خبریالان به تر کومه حده د حکومت له مداخلې پرته راپورونه خپرولی شي.