کابل : راپورونه وايي، چې د طالبانو د عدلیې وزیر ،عبدالحکیم شرعي، د شمشاد خصوصي ټلوېزیون له مسوولانو غوښتي دي چې په کابل کې د دغه ټلوېزیون ودانۍ او ځمکه، چې طالبان یې دولتي ملکیت بولي، ور وسپاري؛ خو د شمشاد یو مسوول ویلي چې داسې څه نه شته.
افغانستان انټرنشنل د طالبانو په عدلیې وزارت کې د سرچینو له قوله ویلي دي، چې عبدالحکیم شرعي د شمشاد ټلوېزیون پر بنسټګر ،فضل کریم فضل، فشار راوړی دی چې د ټلوېزیون ودانۍ تخلیه او ځمکه حکومت ته وسپاري.
د شمشاد دننه سرچینو هم دغې رسنۍ ته ویلي دي چې څه موده مخکې د ټلوېزیون د ودانۍ ځینې برخې د کابل ښاروالۍ ته سپارل شوې دي. د سرچینو په وینا، د عدلیې وزارت له لوري د ټلوېزیون یوه دروازه او په اړونده ځمکه کې جوړ شوي دوکانونه هم تړل شوي دي.
د راپور له مخې، دغه ځمکه د تېر جمهوري حکومت پر مهال د عمر ماین پاکۍ موسسې ته د ۳۰ کلونو لپاره په قرارداد ورکړل شوې وه. د طالبانو سرچینې وايي، چې وروسته په همدې ځای کې شمشاد ټلوېزیون او یو مارکېټ جوړ شول او ،د دوي په وینا، دا کار د اصلي قرارداد له شرطونو سره برابر نه و.
فضل کریم فضل د شمشاد ټلوېزیون بنسټګر او د عمر ماین پاکۍ موسسې مشر دی. سرچینې وايي، چې د طالبانو د عدلیې وزیر هغه وزارت ته ورغوښتی او د ځمکې د سپارلو غوښتنه یې ترې کړې ده. خو د شمشاد ټلوېزیون یو مسوول افغانستان انټرنشنل ته دا راپور رد کړی او ویلي یې دي چې «داسې څه نه شته.»


شال نیوز