کابل (شال نیوز) : په افغانستان کې د طالبانو حکومت پر اېف‌اېم څپو د بي‌بي‌سي راډیو خپرونې ځنډولې دي. بي‌بي‌سي ویلي چې د خپرونو د بېرته پیلولو لپاره یې له طالب چارواکو سره خبرې پیل کړې دي.

 

د بي‌بي‌سي په وینا، په افغانستان کې یې اورېدونکي اوس هم کولای شي د دې راډیو پښتو او دري خپرونې پر لنډو او منځنیو څپو واوري. دغه خپرونې د بي‌بي‌سي پر پښتو او دري فېسبوک پاڼو او د سټلایټ له لارې هم خپرېږي.

 

تر اوسه څرګنده نه ده چې طالبانو ولې پر اېف‌اېم څپو د بي‌بي‌سي خپرونې ځنډولې دي. طالب چارواکو هم په دې اړه څه نه دي ویلي. بي‌بي‌سي لا نه دي ویلي چې پر اېف‌اېم څپو به یې خپرونې کله بېرته پیل شي.