کابل / خوست : د افغانستان د خبریالانو مرکز وايي، چې په خوست کې د کتابونو د یو نندارتون په اړه د خبري راپور جوړولو پر مهال د ۱۲ خبریالانو کمرې او نور رسنیز وسایل ترې اخیستل شوي او د تصویرونو او مرکو اجازه نه ده ورکړل شوې.
د مرکز په وینا، خبریالان ،د سپتمبر پر ۸مه، د خوست ښار په دویمه ناحیه کې د اطلاعاتو او کلتور ریاست په بلنه د درې ورځني کتاب نندارتون په اړه د خبر جوړولو لپاره ورغلي وو، خو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر ادارې کارکوونکو د عکسونو، ویډیو او تصویري مرکو مخه نیولې ده.
دا پېښه په افغانستان کې پر خبریالانو او رسنیو د محدودیتونو د یوې پراخې لړۍ تازه برخه ده.
د خبریالانو د خوندیتوب نړیواله کمېټه، سي پي جی، وايي چې د طالبانو له بیا واکمنېدو پنځه کاله وروسته خبریالان له څارنې، نیولو، ګواښونو، وهل ټکولو او سانسور سره مخ دي او په ځینو ولایتونو کې د خبریالۍ د عادي کار ساحه هم ډېره محدوده شوې ده.
د افغانستان د خبریالانو مرکز په خپل وروستي کلني راپور کې ویلي دي، چې د ۲۰۲۵م کال د مارچ له ۱۸مې د ۲۰۲۶م کال د مارچ تر ۱۷مې پورې یې د خبریالانو او رسنیو د حقونو لږ تر لږه ۲۰۷ سرغړونې ثبت کړې دي. په دغو پېښو کې ۱۸۳ د ګواښ او فشار موارد او د خبریالانو او رسنیزو کارکوونکو ۲۱ نیونې شاملې وې.
د روان کال په وروستیو میاشتو کې هم د رسنیو پر ضد اقدامات دوام لري.
یوازې په تېرو څو ورځو کې په کابل کې «راه فردا» ټلوېزیون تړل شوی او د دې رسنۍ د امتیاز خاوند سلمان اخلاقي نیول شوی دی. د خبریالانو د خوندیتوب کمېټۍ ویلي دي، چې د سپتمبر پر شپږمه امنیتي ځواکونه د دې ټلوېزیون دفتر ته ورغلي، خپرونې یې بندې کړې او اخلاقي یې نامعلوم ځای ته وړی دی.
د سپتمبر پر اوومه د افغانستان د خبریالانو مرکز د «صدای اصلاح» راډیو د تړل کېدو خبر هم ورکړی دی. تر دې وړاندې د اګست په پای کې «لاپیس میډیا» په کابل کې تړل شوې وه.
په خوست کې هم د رسنیو پر فعالیت محدودیتونه نوې خبره نه ده. د خبریالانو مرکز تر دې مخکې ویلي وو چې په دغه ولایت کې ښځینه اورېدونکو ته له راډیوګانو سره د ټیلیفوني اړیکو پر اجازه بندیز لګېدلی او خبریالان د موسیقۍ د خپرولو او له ښځینه اورېدونکو سره د اړیکو په تړاو نیول شوي وو.
د ۲۰۲۶م کال په جنورۍ کې هم په خوست کې خبریالانو ویلي وو چې د دیني مدرسو د غونډو د عکس او ویډیو اخیستلو اجازه نه ورکول کېږي او رسنیو ته ویل شوي وو چې ځینو پروګرامونو ته دې له کمرې پرته ورځي.
ورته محدودیتونه په نورو ولایتونو کې هم راپور شوي دي. په پروان کې د تصویر اخیستلو د مخنیوي لپاره د خبریالانو کمرې اخیستل شوې وې، په تخار کې ټلوېزیوني فعالیتونه د ساکښو د تصویرونو د خپرولو د بندیز له امله اغېزمن شوي او په ځینو نورو ولایتونو کې هم د غونډو، چارواکو او عامو خلکو د تصویرونو او ویډیوګانو پر اخیستلو محدودیتونه لګېدلي دي.
سي پي جی وايي، چې ښځینه خبریالانې تر نارینه خبریالانو له لا سختو محدودیتونو سره مخ دي. د دې ادارې په وینا، په ځینو ولایتونو کې ښځو ته په راډیو او ټلوېزیون کې د کار، خبري غونډو ته د ورتګ او د هغوي د غږ د خپرېدو اجازه نه ورکول کېږي او پر ټلوېزیون د ښځینه ویاندویانو لپاره د مخ پټولو شرط هم لګېدلی دی.
د خبریالانو نړیوال او افغان بنسټونه وايي، چې د نیونو، د رسنیو د تړلو، د عکس او ویډیو پر اخیستلو د بندیزونو او د خبري موضوعاتو د محدودولو له امله په افغانستان کې د خپلواک خبریالۍ ساحه ورځ تر بلې تنګېږي.
طالبان بیا وايي چې رسنۍ باید د دوي له ټاکل شوو اصولو او اسلامي لارښوونو سره سم فعالیت وکړي، خو د خبریالانو د حقونو ادارې وايي چې د دغو لارښوونو ډېرې برخې د خبریالانو پر ازاد کار او معلوماتو ته پر لاسرسي اغېز کوي.


شال نیوز