طالبانو په کابل کي د "لاپیس" په نوم رسنیز مرکز تړلی، چې د افغانستان د مشهورې رسنیزې کمپنۍ “موبی ګروپ” تر چتر لاندې یې کار کاوه. له طالبانو سره نږدې"هندوکش غږ" رسنۍ د اګست پر ۲۶مه د خپلو سرچینو په حواله ویلي، لاپیس ځکه تړل شوی چې خپرېدونکي مواد یې د طالبانو له پالیسیو سره په ټکر کي وو.
دې رسنۍ ادعا کړې چې لاپیس د باربد، فضا، دریا، شمس او یو شمېر نورو هنرمندانو سندرې، کنسرټونه، د فلمونو ځینې لنډې صحنې او نور تصویري مواد خپرول چې طالبانو د لوېدیځ کلتور او نظریو تبلیغ بللی دی.
د هندوکش غږ سرچینو دا هم ویلي چې د مرکز یو شمېر مهم کارکوونکي او چلوونکي له افغانستانه وتلي او ځینې نور تر تعقیب لاندې دي. د دې ادعا خپلواک تایید تر اوسه نه دی شوی. لاپیس او موبی ګروپ تر اوسه په رسمي ډول د مرکز د تړل کېدو یا د خپلو کارکوونکو د تعقیب په اړه څه نه دي ویلي.
موبی ګروپ په خپله وېبپاڼه کي لاپیس د خپلې ستراتیژیکې اړیکو د ادارې په توګه معرفي کوي. دغه ډله په افغانستان کي د طلوع، طلوع نیوز او لمر ټلویزیونونو، ارمان او اراکوزیا راډیوګانو او یو شمېر نورو رسنیزو ادارو سره هم تړاو لري.


شال نیوز