کابل : په کابل کې «صدای اصلاح» راډیو وايي، چې د طالبانو د عدلیې وزارت یو پلاوي د دغه راډیو دفتر تړلی، مهرولاک کړی او خپرونې یې درولې دي.

 

راډیو د یکشنبې په ورځ، د سپتمبر پر ۶مه، په یوه اعلامیه کې ویلي دي چې د عدلیې وزارت پلاوي د راډیو د جواز او نوم په اړه ځینې اعتراضونه او ملاحظات مطرح کړي او تر هغو چې دا موضوع هواره شوې نه وي، دفتر به تړلی او خپرونې به بندې وي.

 

د «صدای اصلاح» ادارې ویلي دي، چې موضوع یې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور او عدلیې وزارتونو له لارې په قانوني توګه تعقیب کړې او هیله لري چې د خبرو او تفاهم له لارې د بیا فعالیت اجازه ترلاسه کړي.

 

راډیو په خپله اعلامیه کې ټینګار کړی دی چې که څه هم په لومړیو کلونو کې د «جمعیت اصلاح» له نوم او جریان سره تړلې وه، خو شاوخوا اووه کاله وړاندې د یو شخص له خوا اخیستل شوې او له هغه وروسته په شخصي مالکیت کې فعالیت کوي.

 

د راډیو په وینا، اوس له هېڅ سیاسي ګوند، تنظیم یا بلې ادارې سره تشکیلاتي تړاو نه لري.

 

د کابل د رسنیو په یو پخواني رسمي لارښود کې «صدای اصلاح» په ۱۳۸۷ لمریز کال کې د جمعیت اصلاح له خوا تاسیس شوې راډیو بلل شوې وه. د راډیو خپله وېبپاڼه هم وايي چې دې شبکې په کابل کې پر ۱۰۴.۳ اېف‌ اېم فریکونسۍ خپرونې کولې.

 

د راډیو ادارې ویلي دي، چې په نږدې ۱۸ کلونو کې سلګونو رسنیزو، فرهنګي او تخنیکي کارکوونکو ورسره کار کړی او زرګونه ساعته دیني، تعلیمي، فرهنګي او ټولنیز پروګرامونه یې خپاره کړي دي.

 

تر دې دمه د طالبانو د عدلیې وزارت یا د اطلاعاتو او کلتور وزارت د «صدای اصلاح» د تړلو د دقیق قانوني دلیل او د دې پرېکړې د مودې په اړه جلا عامه اعلامیه نه ده خپره کړې.