کابل : د خبریالانو یو شمېر ملاتړو بنسټونو په کابل کې د «راه فردا» تلوېزیون د بیا تړل کېدو او د دې رسنۍ د مشر ،سلمان اخلاقي، د نیول کېدو غندنه کړې او دا یې د رسنیو د ازادۍ لپاره د اندېښنې وړ بللي دي.
د افغانستان د خبریالانو مرکز ،د سپتمبر په ۶مه، په یوه خبرپاڼه کي ویلي دي، چې د «راه فردا» تلوېزیون تړل او د سلمان اخلاقي نیول د رسنیو د ازادۍ، امنیت او خپلواکۍ لپاره جدي ګواښ دی. دغه مرکز له طالبانو غوښتي دي چې سلمان اخلاقي بې له قید او شرطه خوشی کړي او «راه فردا» تلوېزیون ته د فعالیتونو د بیا پېل اجازه ورکړي.
«راه فردا» تلوېزیون تر دې مخکې هم د ۱۴۰۴ کال د کب پر ۹مه د طالبانو له خوا تړل شوی و. وروسته د روان کال په غبرګولي کې ورته د سلمان اخلاقي په مشرۍ او د رحمان میرزاد په مسوولیت د فعالیت نوی جواز ورکړل شو، خو شاوخوا درې میاشتې وروسته یې یو ځل بیا فعالیت درول شوی دی.
د دې رسنۍ یو کارکوونکي د افغانستان د خبریالانو مرکز ته ویلي دي، چې تلوېزیون له بیا فعالیت وروسته له مالي ستونزو سره مخ و او له شاوخوا یوې اوونۍ راهیسې یې منظم نشرات نه لرل.
د راپورونو له مخې، د طالبانو د عدلیې وزارت چارواکو د «راه فردا» دفتر تړلی او سلمان اخلاقي یې نیولی دی. تر اوسه طالبانو د «راه فردا» د بیا تړلو، د نیول شویو کسانو د شمېر او پر هغوي د لګېدلو تورونو په اړه رسمي څرګندونې نه دي کړي.


شال نیوز