هنګو (شال نیوز) : د هنګو په ګورنمنټ سینټینیل های سکول نمبر ون کې د امتحانونو د هال او شپږو کمرو چتونه خراب شوي او زده کوونکي وايي، د باران پر وخت ترې اوبه څاڅي. دا سکول په ۱۹۳۵ کال کې جوړ شوی او اوس پکې شاوخوا ۱۲۰۰ زده کوونکي سبق وايي.

 

د سکول د انتظامیې په وینا، په ودانۍ کې لس کمرې او د امتحانونو یو هال دی. په ۲۰۰۹ کال کې یې مرمت شوی و، خو له هغه وروسته د ودانۍ حالت نور هم خراب شوی دی.

 

زده کوونکي وايي، د کمرو د خرابو چتونو له امله اندېښمن دي او غواړي چې حکومت یې ژر تر ژره مرمت کړي. د سکول پرنسپل ساجد رحمان وايي، د ودانۍ عارضي مرمت شوی، خو د چتونو د خرابوالي ستونزه لا هم پر ځای ده.

 

پېښور کې د شخصي سکول د چت راپرېوتو پېښه کې ۳۳ ماشومان او یوه استاده مړه شوي
پېښور کې د شخصي سکول د چت راپرېوتو پېښه کې ۳۳ ماشومان او یوه استاده مړه شوي
پېښور کې د سکول د چت لوېدو له پېښې وروسته په خېبر کې پنځه سکولونه بند کړل شول
پېښور کې د سکول د چت لوېدو له پېښې وروسته په خېبر کې پنځه سکولونه بند کړل شول

 

د هنګو د تعلیم ضلعي افسر شیراز خټک وايي، په ضلعه کې د هلکانو د ۹۲ سکولونو کمرې بیا جوړولو ته اړتیا لري. هغه وايي، په سینټینیل های سکول کې هم د امتحانونو د هال او شپږو کمرو چتونه مرمت ته اړتیا لري.

 

د شیراز خټک په وینا، له صوبايي حکومت څخه یې د مرمت لپاره ۵۰ لکه روپۍ غوښتې دي او د پیسو له ترلاسه کېدو وروسته به کار پیل کړي. د سیمې اوسېدونکو او زده کوونکو له حکومت څخه غوښتنه کړې چې د کومې ممکنه پېښې له رامنځته کېدو مخکې دې د سکول ودانۍ ورغوي.

 

چارواکو لا نه دي ویلي چې د مرمت لپاره غوښتل شوې پیسې به کله ورکړل شي.