خېبر (شال نیوز) : د خېبر ضلعې انتظامیې په لنډي کوتل، باړه او جمرود کي د پنځو سکولونو ودانۍ د خراب حالت او د ماشومانو ژوند ته د خطر له امله بندې کړې دي. دا ګام وروسته له هغې پورته شوی چې د زیارت په ورځ د یوه شخصي سکول د چت لوېدو په پېښه کي ۳۰ زده کوونکو او یوه استاد خپل ژوند له لاسه ورکړ.
د خېبر ډپټي کمشنر شاهد علي د پېښې وروسته په ټوله ضلعه کي د سرکاري او شخصي سکولونو د ودانیو د معاینې امر کړی دی. د ضلعي انتظامیې چارواکي وايي، د لنډي کوتل، باړې او جمرود د اسسټنټ کمشنرانو په مشرۍ درې ډلې جوړې شوې دي چې د تعلیم، تعمیراتو، اوبو لګولو او تحصیل میونسپل ادارو چارواکي هم ورسره شامل دي.
دغو ډلو ته دنده ورکړل شوې چې د ټولو سرکاري او شخصي سکولونو ودانۍ وګوري او هره ورځ د هغوی د حالت په اړه انتظامیې ته راپور ورکړي. د جمعې په ورځ د معاینې پر مهال په لنډي کوتل کي د ولي خېلو سیمې یونیک چلډرن اکېډمي او په سلطان خېلو کي ګرامر هاوس او المدینه پبلک سکولونه بند کړل شول.
په جمرود کي روضة الاطفال پبلک سکول او په باړه کي د مواز خان کلي سرکاري پرائمري سکول هم د خرابو ودانیو له امله بند کړل شوي دي. چارواکي وايي، په ځینو سکولونو کي چتونه یوازې په بانسونو جوړ شوي وو او د ځینو نورو دیوالونه دومره خراب وو چې هر وخت د لوېدو خطر یې موجود و.
د انتظامیې په وینا، د دغو ودانیو حالت د زده کوونکو او استادانو ژوند ته جدي خطر جوړ کړی و. چارواکو ویلي چې د جمعې په ورځ د سکولونو د وخت د کمښت له امله ټولو تعلیمي ادارو ته ونه رسېدل، خو په راتلونکو ورځو کي به د نورو شخصي او سرکاري سکولونو معاینه هم روانه وي.
د ضلعي انتظامیې له خوا تر اوسه دا نه دي ویل شوي چې بند کړل شوي سکولونه به کله بېرته پرانیستل کېږي او د هغوی د ودانیو د ترمیم یا بیا جوړولو لپاره به څه انتظامات کېږي.


ابراهیم شینواری