پېښور (شال نیوز) : د پېښور په دیر کالونۍ کي د الخیر سکول سسټم د چت راپرېوتو په پېښه کي لږ تر لږه ۳۳ زده کوونکي او یوه استاده مړه شوي دي. د لیډي ریډنګ روغتون د ویاند له قوله د مړو شمېر ۳۴ ته رسېدلی دی. د پېښې له ځایه یو شمېر نور ژوبل کسان هم روغتون ته رسول شوي دي.

 

د خېبر پښتونخوا د ریسکیو ۱۱۲۲ ویاند بلال احمد فیضي ویلي چې د پېښې له اطلاع ترلاسه کولو وروسته ایمبولینسونه او د ژغورنې ځانګړي ګاډي دیر کالونۍ ته استول شوي وو. د هغه په وینا، د سکول د چت راپرېوتو له امله ګڼ ماشومان تر خاورو او خښتو لاندې ګېر پاتې شوي وو.

 

د لیډي ریډنګ روغتون ویاند محمد عاصم په ابتدایي معلوماتو کي د څلورو کسانو د مړینې تصدیق کړی و او ویلي یې وو چې د زده کوونکو او استادانو په ګډون ۲۰ کسان روغتون ته رسول شوي دي. وروسته د مړو شمېر زیات شو او د روغتون د ویاند له قوله د ۳۳ زده کوونکو او یوې استادې مړینه تایید شوه.

 

د پېښې په اړه په خپرو شویو معلوماتو کي راغلي چې له ۲۰ زیات کسان روغتون ته وړل شوي وو چې پکې ۳ ماشومان لا هم د درملنې لاندې دي او نور د درملنې وروستو کورونو ته لېږدول شوي دي.

 

یو ځایي وسیدونکي ،عثمان غني، د شال نیوز خبریال ،شیراز خان، ته ویلي دي چې پېښه سهار شاوخوا ۹ یجې رامنځته شوه او د دوي د کورنۍ ۵ ماشومان په پېښه کې مړه شوي دي. د نوموړي په وینا، یاد سکول شاوخوا ۲ کاله مخکې جوړ شوی و او د سکول ودانۍ کمزورې او د مطلوبه معیار مطابق نه وه.

 

د پېښور پولیس سي سي پي او ،میا سعید ویلي چې د سکول ودانۍ کچه وه او په کلاسونو کې د ګنجایش نه زیات ماشومانو ځایي کړی شوي وو چې له امله یې ودانۍ را وغورځېده. سي سي پي او ویلي دي چې د سکول مدیر ،مولانا خان محمد، نیول شوی دی او د پېښې پلټنې پېل شوې دي.

 

دې پېښې د خېبر پښتونخوا د شخصي سکولونو د ودانیو د حفاظت په اړه پوښتنې راپورته کړې دي. په صوبه کي ګڼ شخصي سکولونه په کرایه کورونو او نورو ودانیو کي چلېږي، خو دا لا نه ده معلومه چې د الخیر سکول ودانۍ د کومو شرطونو له مخې د تعلیمي استعمال لپاره منظوره شوې وه.

 

دا هم څرګنده نه ده چې د سکول د رجسټرېشن پر وخت د ودانۍ د مضبوطوالي معاینه شوې وه او که نه. د پېښې په اړه د سکول د انتظامیې او اړوندو حکومتي ادارو تفصیلي دریځ لا نه دی ترلاسه شوی.

 

د دیر کالونۍ پېښې دا پوښتنه هم راپورته کړې چې د خېبر پښتونخوا د شخصي پرایمري سکولونو د ودانیو د حفاظت ذمه واري د چا ده او حکومت یې څومره باقاعده معاینه کوي. د پېښې د علت معلومولو او د ممکنه غفلت د ذمه وارۍ په اړه لا رسمي تحقیقاتي نتیجه نه ده اعلان شوې.