کابل (شال نیوز) : د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د ملګرو ملتونو له استازې رباب فاطمې سره په لیدنه کي غوښتي چې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو راپورونه دې د کره معلوماتو پر بنیاد جوړ شي او د طالبانو له اړوندو ادارو سره دې همغږي زیاته شي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د اکتوبر پر ۱۸مه په یوه خبرپاڼه کي ویلي چې په دې لیدنه کي د ملګرو ملتونو او طالبانو ترمنځ پر همکاریو، د راستنېدونکو افغان کډوالو پر اړتیاوو او د پراختیايي پروژو پر ملاتړ خبرې شوې دي.
متقي ویلي چې د ملګرو ملتونو په راپورونو کي باید د افغانستان وضعیت په متوازن ډول وړاندې شي او د معلوماتو د راټولولو پر وخت له اړوندو ادارو سره همغږي وشي. د وزارت په وینا، دواړو لورو د اقلیمي بدلونونو، د اوبو د سرچینو د مدیریت او د بشري مرستو په برخو کي د همکاریو پر زیاتولو هم خبرې کړې دي.
په دې لیدنه کي د دوحې د خبرو د بهیر په ترڅ کي د خصوصي کاروبارونو د ملاتړ او له نشهيي توکو سره د مبارزې د کاري ډلو پر فعالیتونو او راتلونکو غونډو هم بحث شوی دی. بلخوا، د طالبانو د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر هم په کابل کي پر یوناما نیوکه کړې ده.
برادر ویلي چې یوناما د طالبانو اقتصادي او امنیتي لاسته راوړنې په خپلو راپورونو کي په سمه توګه نه څرګندوي. نوموړي له یوناما غوښتي چې د افغانستان د وضعیت په اړه بېپرې راپورونه خپاره کړي او د طالبانو په وینا، په اقتصادي او امنیتي برخو کي شوي پرمختګونه له پامه ونه غورځوي.
د ملګرو ملتونو له خوا د متقي او برادر د دغو څرګندونو په اړه په ورکړل شویو معلوماتو کي کوم غبرګون نه دی ذکر شوی.


شال نیوز