کابل (شال نیوز) : د طالبانو حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد د ملګرو ملتونو د مرستندوی دفتر (یوناما) په درې میاشتني راپور کي د څلورو پخوانیو افغان امنیتي سرتېرو د وژل کېدو او د نورو کسانو د نیول کېدو شمېرې منلې دي، خو ویلي یې دي چې دغه وژنې د شخصي دښمنیو له امله شوې او نیونې قانوني دي.

 

مجاهد د اکتوبر پر ۱۶مه، د جمعې په ورځ، په کابل کي د یوې مرکې پر مهال وویل چې د جولای له لومړۍ نېټې د سپټمبر تر ۳۰مې پورې د پخواني جمهوري حکومت څلور امنیتي سرتېري وژل شوي او ۱۴ نور نیول شوي دي.

 

نوموړي وویل چې د وژل شویو کسانو په پېښو کي ککړ کسان نیول شوي او عدالت به ورته سزا ورکړي. خو د نیول شویو کسانو د هویت، د وژنو د څرنګوالي او د مقدمو د پرمختګ په اړه یې نور معلومات ورنه کړل.

 

د طالبانو ویاند ټینګار وکړ چې حکومت یې د دغو وژنو مسؤل نه دی. مجاهد دا هم تایید کړه چې په همدې درې میاشتو کي د طالبانو د امر بالمعروف وزارت کارکوونکو ۴۳۴ کسان په بېلابېلو تورونو نیولي دي. هغه وویل چې دغه نیونې د قانون مطابق او د خلکو د اصلاح لپاره شوې دي.

 

یوناما: طالبانو په درېیو میاشتو کې ۴۴۳ کسان په خپلسر نیولي، د ناوړه چلند ۹۷ پېښې ثبت شوې
یوناما: طالبانو په درېیو میاشتو کې ۴۴۳ کسان په خپلسر نیولي، د ناوړه چلند ۹۷ پېښې ثبت شوې

 

یوناما د اکتوبر پر ۱۵مه په خپل درې میاشتني راپور کي ویلي وو چې د طالبانو له خوا یې د ښځو د نیولو، بندي کولو او ګواښلو له ۵۰ زیاتې پېښې ثبت کړې دي. د راپور له مخې، زیاتره پېښې په کابل او هرات کي شوې دي. په ځینو پېښو کي ښځې د څو ساعتونو او ان تر یوې شپې پورې بندي ساتل شوې دي.

 

مجاهد د یوناما پر راپور نیوکه وکړه او ویې ویل چې د طالبانو د حکومت لاسته راوړنې پکی نه دي یادې شوې. د طالبانو حکومت تر دې وړاندې هم د پخوانیو امنیتي ځواکونو د وژنو په اړه ویلي چې دا د شخصي دښمنیو پېښې دي او عاملان به یې سزا وویني.

 

خو په ورکړل شویو معلوماتو کي د دغو پېښو په تړاو د کومې مشخصې عدالتي فیصلې تفصیل نه دی وړاندې شوی. یوناما له دې وړاندې هم د پخوانیو امنیتي سرتېرو د امنیت او د ښځو د حقونو په اړه اندېښنې څرګندې کړې دي.