کابل (شال نیوز) : په افغانستان کي د ملګرو ملتونو مرستندوی دفتر (یوناما) ویلي چې د طالبانو د امر بالمعروف کارکوونکو د روان کال د جولای له لومړۍ نېټې د سپټمبر تر پایه ۴۴۳ کسان په خپلسر نیولي او له خلکو سره یې د ناوړه چلند ۹۷ پېښې ثبت شوې دي.

 

یوناما په خپل تازه درې میاشتني راپور کي ویلي چې دغه نیونې تر ډېره د حجاب، ږیرې، د سر د وېښتانو، جماعت ته د نه تګ او د موسیقۍ د اورېدو یا غږولو په تړاو شوې دي.

 

د راپور له مخې، په پکتیکا کي دوه سلمانان د ږیرو د لنډولو په تور د یوې میاشتې لپاره بندیان شوي او په ننګرهار کي شاوخوا ۱۰۰ دوکانونه جماعت ته د نه تګ له امله تړل شوي دي.

 

یوناما وايي، په همدې موده کي یې د ښځو د نیولو، بندي کولو او ګواښلو له ۵۰ زیاتې پېښې ثبت کړې دي. ډېری دغه پېښې په کابل او هرات کي شوې او ځینې ښځې د څو ساعتونو او ان د یوې شپې لپاره په بند کي ساتل شوې دي.

 

راپور وايي، په پروان او هلمند کي ښځې له محرم پرته روغتونونو او بازارونو ته له تګ منع شوې دي. یوناما د طالبانو د حج او اوقافو او عدلیې وزارتونو هغو لارښوونو ته هم اشاره کړې چې له ښځو پکښې غوښتل شوي په کورونو کي پاتې شي، د مېړونو خبره ومني او له اجازې پرته له کوره ونه وځي.

 

د نجونو د تعلیم په اړه یوناما ویلي چې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده کړو د بندیز پنځه کاله پوره شوي، خو د دغه بندیز د ختمېدو څرک لا نه ښکاري.

 

راپور د طالبانو د ویاند ذبیح الله مجاهد هغه څرګندونې هم یادې کړې چې ویلي یې وو، د نجونو د تعلیم په اړه شرعي ملاحظات شته او تر څو د دیني عالمانو ترمنځ اتفاق نه وي شوی، دا مسئله نه شي حل کېدای.

 

د پخواني جمهوري حکومت د کارکوونکو او امنیتي عسکرو په اړه یوناما ویلي چې په درېیو میاشتو کي یې د لږ تر لږه څلورو کسانو وژنې او د ۱۴ نورو خپلسرې نیونې ثبت کړې دي. په نیول شوو کسانو کي ځینې هغه کسان هم شامل دي چې له بهرنیو هېوادونو افغانستان ته ستانه شوي وو.

 

د رسنیو په برخه کي یوناما د یو شمېر خبریالانو د نیولو او د رسنیو د تړلو یادونه کړې ده. د راپور له مخې، اصلاح راډیو، الپیس میډیا مرکز او راه فردا ټلویزیون له بندیزونو سره مخ شوي دي. په بدخشان کي یو خبریال د طالبانو پر کړنو د نیوکو له امله نیول شوی او یو بل خبریال لا هم د استخباراتو په بند کي دی.

 

یوناما وايي، په همدې موده کي د ۲۸ کسانو د بدني سزاوو پېښې هم ثبت شوې دي. د غزني په جاغوري ولسوالۍ کي څلور سړي او یوه ښځه د عدالت د پرېکړې له مخې د خلکو په وړاندې په درو وهل شوي دي.

 

راپور د افغانستان د شیعه ټولنې پر مذهبي او تعلیمي مرکزونو د بندیزونو یادونه هم کړې ده. د یوناما په وینا، په کابل کي د خاتم النبیین پوهنتون لسګونه کارکوونکي نیول شوي، د پوهنتون جواز ختم شوی او یو شمېر نور مذهبي، روغتیايي او تعلیمي مرکزونه هم تړل شوي دي.

 

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ډزو له امله ۳۳ ملکي کسانو ته مرګ ژوبله

 

یوناما ویلي چې د جولای او سپټمبر ترمنځ د افغانستان او پاکستان پر پوله د نښتو او ډزو له امله ۳۳ ملکي کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. راپور په کونړ، پکتیکا، خوست او هلمند کي د پاکستاني پوځ د مارټر او نورو بریدونو له امله د ملکي کسانو د مرګ ژوبلې یادونه کړې ده.

 

یوناما د ناچاوده توکو د چاودنو څلور نورې پېښې هم ثبت کړې چې ماشومان او نور ملکي کسان پکښې ژوبل شوي دي. د ملګرو ملتونو دغه دفتر ویلي چې په افغانستان کي د ښځو او نجونو حقونه، د خبریالانو او رسنیو ازادي، د پخوانیو دولتي کارکوونکو خوندیتوب او د مذهبي لږکیو وضعیت لا هم د جدي اندېښنې وړ دی.

 

د راپور د دغو موندنو په اړه د طالبانو تازه دریځ نه دی څرګند شوی.