کابل (شال نیوز) : د طالبانو د حکومت د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر له یوناما غوښتي چې د افغانستان د حالاتو په اړه د راپورونو جوړولو پر وخت د دغه هېواد اقتصادي او امنیتي پرمختګونه هم په پام کي ونیسي.

 

ملا برادر د افغاني سرې میاشتې ټولنې د ځانګړې اوونۍ د پرانیستې په غونډه کي ویلي چې د افغانستان د حالاتو په اړه باید بې‌پرې او د واقعیتونو پر بنسټ راپورونه خپاره شي.

 

هغه ویلي:

 

«دا عادلانه نه ده چې د افغانستان اقتصادي او امنیتي لاسته راوړنې په راپورونو کي له پامه وغورځول شي او د یوه مقابل لوري په څېر یوازې د افغانستان منفي اړخونه ولټول شي.»

 

د ملا برادر دا څرګندونې په داسې حال کي شوې چې په افغانستان کي د ملګرو ملتونو مرستندویه ادارې، یوناما، د بشري حقونو د وضعیت په اړه په خپلو راپورونو کي اندېښنې څرګندې کړې دي.

 

یوناما په خپل وروستي یاد شوي راپور کي ویلي چې په افغانستان کي خپلسرې نیونې، له نیول شویو کسانو سره ناوړه چلند او پر ښځو او نجونو محدودیتونه دوام لري. دې ادارې د یو شمېر پخوانیو افغان امنیتي سرتېرو د وژنو د مستند کولو خبره هم کړې ده.

 

یوناما: طالبانو په درېیو میاشتو کې ۴۴۳ کسان په خپلسر نیولي، د ناوړه چلند ۹۷ پېښې ثبت شوې
یوناما: طالبانو په درېیو میاشتو کې ۴۴۳ کسان په خپلسر نیولي، د ناوړه چلند ۹۷ پېښې ثبت شوې
افغانستان : مجاهد د څلورو پخوانیو افغان امنیتي سرتېرو وژل کېدل او د سلګونو کسانو نیول منلي
افغانستان : مجاهد د څلورو پخوانیو افغان امنیتي سرتېرو وژل کېدل او د سلګونو کسانو نیول منلي

 

طالبانو تر دې وړاندې هم د بشري حقونو په اړه د ملګرو ملتونو پر ځینو راپورونو نیوکې کړې او ویلي یې دي چې په افغانستان کي امنیت ټینګ شوی دی. خو یوناما د امنیتي وضعیت ترڅنګ د بشري حقونو، په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو د حقونو د خوندیتوب مسئله هم مهمه بللې ده.

 

د یوناما د اکتوبر د ۱۵مې راپور له مخې، د ۲۰۲۶ کال د جولای او سپتمبر ترمنځ د طالبانو د امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزارت د کارکوونکو له خوا د ۴۴۳ خپلسرو نیونو او له ۹۷ کسانو سره د ناوړه چلند پېښې ثبت شوې دي. طالبانو دغه تورونه رد کړي دي.

 

د یوناما په وینا، د بشري حقونو د سرغړونو څارنه او په اړه یې راپورونه خپرول د ملګرو ملتونو له خوا د ورکړل شوې دندې برخه ده.