پېښور (شال نیوز) : د خېبر پښتونخوا د تعلیم محکمې د شخصي سکولونو د ودانیو د خوندیتوب لپاره د نویو ضابطو د جوړولو حکم کړی دی.

 

د تعلیم سېکرټري د شخصي سکولونو د څارنې ادارې (پي اېس آر اې) ته یوه اوونۍ وخت ورکړی چې د سکولونو د ودانیو د خوندیتوب لپاره نوي ضابطې او سپارښتنې تیارې کړي.

 

په دغو ضابطو کي به د ودانیو مضبوطوالی، په کلاسونو کي د زده کوونکو شمېر، د ماشومانو د ناستې انتظام، د بېړني حالت پر وخت د وتلو لارې او د خطرناکو ودانیو د پېژندلو طریقې شاملې وي.

 

د تعلیم محکمې د سرچینو په وینا، د شخصي سکولونو د څارنې اداره د ودانیو د تخنیکي معاینې لپاره خپل انجینران نه لري. د ادارې یوه چارواکي ویلي چې د غیر محفوظو سکولونو د بندولو قانوني اختیارات یې هم محدود دي.

 

پېښور کې د شخصي سکول د چت راپرېوتو پېښه کې ۳۳ ماشومان او یوه استاده مړه شوي
پېښور کې د شخصي سکول د چت راپرېوتو پېښه کې ۳۳ ماشومان او یوه استاده مړه شوي
پېښور کې د سکول د چت لوېدو له پېښې وروسته په خېبر کې پنځه سکولونه بند کړل شول
پېښور کې د سکول د چت لوېدو له پېښې وروسته په خېبر کې پنځه سکولونه بند کړل شول

 

دا حکم په خېبر ضلعه کي د یوه شخصي سکول د چت تر نړېدو وروسته شوی، چې د ورکړل شویو معلوماتو له مخې پکي ۳۰ زده کوونکي او یو استاد مړه شوي وو.

 

د سکولونو د ودانیو د معاینې له عمومي حکم وروسته اوس د نویو ضابطو د تیارولو لپاره هم یوه اوونۍ وخت ټاکل شوی دی.

 

دغو ضابطو ته به له تیارېدو وروسته د منظورۍ اړتیا وي. تر اوسه دا نه ده څرګنده چې د خطرناکو ودانیو د بندولو لپاره به د پي اېس آر اې قانوني اختیارات هم زیات شي او که نه.