کابل (شال نیوز) : د افغانستان د تېر جمهوري دولت پر مهال د چارو د ادارې رییس، فضل فضلي وايي، له طالبانو سره د اروپايي هېوادونو او امریکا د تعامل یا نه تعامل پرېکړې د خلکو په لابي، غوښتنو او مشورو نه بدلېږي؛ بلکې پرځای یې باید د ولسي انسجام پیاوړتیا او د سیاسي بدلون لپاره د خلکو د منظمولو هڅو ته لومړیتوب ورکړل شي.
فضلي پر خپل فېسبوک پاڼه ویلي، لوېدیځ هېوادونه له طالبانو سره تعامل وکړي او که یې ونه کړي، یا یې په ځینو وختونو کې ترهګر وبولي او په نورو مواردو کې د سولې د عاملانو په توګه ورسره چلند وکړي، دا ډول پالیسۍ د خلکو په لابي او مشورو نه بدلېږي.
نوموړي زیاته کړې، د ده د تجربې له مخې، نړیوالو په تېرو کلونو کې هم د خلکو دغسې مشورو او غوښتنو ته چندان ارزښت نه ورکاوه؛ له همدې امله تمه نه لري چې اوس دې یوازې د لابي کولو او مشورو له لارې د لوېدیځو هېوادونو په سیاستونو کې بنسټیز بدلون راشي.
هغه ټینګار کړی چې له طالبانو سره د نړیوالې ټولنې د تعامل د بدلولو په موخه، د هر نیت له مخې ترسره کېدونکې لابي او هڅې د وخت او سرچینو ضایع کول دي او په وینا یې، دا ډول فعالیتونه د افغانستان خلکو ته د پام وړ ګټه نه رسوي.
هغه وړاندیز کړی چې د خلکو وخت، انرژي او فکري وړتیاوې باید د داسې ولسي انسجام په رامنځته کولو ولګول شي چې دوامداره وي او د سیاسي او ټولنیز بدلون لپاره عملي وړتیا ولري.
د فضلي په باور، د نړیوالو د سیاستونو د بدلولو لپاره تر ډېره پر لابي او مشورو تکیه کول د افغانستان د اوسنیو ستونزو د حل اغېزمنه لاره نه ده؛ بلکې د خلکو ترمنځ د همغږۍ، ګډ دریځ او منظمې مبارزې پیاوړتیا کولی شي د بدلون لپاره زمینه برابره کړي.


شال نیوز