کابل (شال نیوز) : د روسیې د بهرنیو استخباراتو مشر کابل ته په رسمي سفر تللی او د طالبانو د استخباراتو له مشر مولوي عبدالحق وثیق سره یې کتلي دي.
د دې لیدنې په اړه خپاره شوي معلومات وايي چې دواړو چارواکو پر مهمو موضوعاتو خبرې کړې دي، خو د خبرو د جزئیاتو او د کومې موافقې په اړه معلومات نه دي ورکړل شوي. دا سفر په داسې وخت کي شوی چې روسیه له طالبانو سره د سیاسي او امنیتي اړیکو د پراخولو هڅې کوي.
روسیې د ۲۰۲۵ کال په جولای کي د طالبانو حکومت په رسمیت وپېژاند او لومړنی هېواد شو چې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته یې دا ګام پورته کړ. د اکتوبر پر پنځمه په مسکو کي د افغانستان په اړه د سیمهییزو هېوادونو غونډه هم شوې وه چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي پکي ګډون کړی و.
په دې غونډه کي د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف له افغانستان سره پر امنیتي همکاریو ټینګار کړی و. مسکو له افغانستانه د وسلهوالو ډلو د فعالیتونو او د سیمې امنیت ته د احتمالي ګواښونو په اړه اندېښنې لري او له طالبانو سره د استخباراتي اړیکو ساتل مهم ګڼي.
د روسیې د استخباراتو د مشر سفر په داسې حال کي شوی چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ اړیکې هم ترینګلې دي او دواړه هېوادونه یو بل د امنیتي ستونزو په رامنځته کولو تورنوي. تر اوسه نه ده څرګنده چې د کابل په دې لیدنه کي د پاکستان او افغانستان پر روان وضعیت هم خبرې شوې دي او که نه.


شال نیوز