کابل (شال نیوز) : د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مالي او اداري مرستیال ډاکټر محمد نعیم د افغانستان لپاره د برېتانیا له ځانګړي استازي ریچارډ لنډسي سره په کابل کې د دواړو هېوادونو پر اړیکو او همکاریو خبرې کړې دي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وايي، د اکتوبر پر ۱۴مه په دې ملاقات کې د افغانستان پر سیاسي، اقتصادي او امنیتي حالاتو، د سیمې پر امنیت، بشري مرستو او قونسلګرۍ اړوند ستونزو خبرې شوې دي.
د وزارت په وینا، ډاکټر محمد نعیم له افغانانو سره د برېتانیا د بشري مرستو مننه کړې او ویلي یې دي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د ښه کېدو لپاره د دغه ډول ملاقاتونو دوام مهم دی. برتانوي استازي ریچارډ لنډسي هم د دواړو خواوو ترمنځ د باور او همکاریو پر زیاتېدو ټینګار کړی دی.
دا ملاقات په داسې وخت کې شوی چې برېتانیا له طالبانو سره سفارتي تماسونه ساتي، خو د هغوی حکومت یې لا په رسمیت نه دی پېژندلی.
تر دې وړاندې ریچارډ لنډسي د طالبانو د صنعت او تجارت له وزیر نورالدین عزیزي سره هم د اقتصادي او تجارتي همکاریو پر پراخولو خبرې کړې وې.
د کابل د دې ملاقات په اړه په خپرو شوو معلوماتو کې د کوم نوي تړون د لاسلیک یا د سفارتي اړیکو د کچې د لوړولو یادونه نه ده شوې.


شال نیوز