مسکو (شال نیوز) : د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ویلي، د داعش خراسان څانګه هڅه کوي چې له افغانستان څخه د یوې اډې په توګه په استفادې خپلې ترهګریزې کړنې منځنۍ اسیا او روسیې ته وغځوي. هغه ادعا کړې چې ترهګرې ډلې د افغانستان او تاجکستان او همدارنګه د افغانستان او ازبکستان په سرحدي سیمو کې د روزنې مرکزونه لري.

 

لاوروف د جمعې په ورځ په مسکو کې د ډله‌ییز امنیت تړون سازمان، د خپلواکو دولتونو مشترک‌المنافع او د شانګهای د همکارۍ سازمان په ګډه غونډه کې وویل، د روسیې او د دغه هېواد د استخباراتي ادارو د ارزونو له مخې، اصلي امنیتي ګواښ د داعش خراسان ډلې له وسله‌والو سرچینه اخلي.

 

هغه زیاته کړې چې ترهګرې او افراطي ډلې، او همدارنګه د هغوی د روزنې مرکزونه، د افغانستان له تاجکستان او ازبکستان سره په سرحدي سیمو کې لا هم د پام وړ حضور لري. د روسیې د بهرنیو چارو وزیر ادعا کړې چې ترهګر کولای شي د کډوالو یا سیلانیانو په بڼه د افغانستان له خاورې منځنۍ آسیا ته واوړي او هلته خپل فعالیتونه پراخ کړي.

 

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت تر دې مخکې ویلي وو چې د دغو درېیو سازمانونو د غړو هېوادونو استازي، روسي او بهرني کارپوهان او ډیپلوماټان په دې غونډه کې د سیمې د امنیتي ننګونو، له افغانستان سره د تړلو ګواښونو او د سیمه‌ییزې همکارۍ د پیاوړتیا پر لارو چارو خبرې کوي.

 

لاوروف ویلي، د داعش سیمه‌ییزه څانګه، داعش خراسان، په ښکاره توګه هڅه کوي چې په افغانستان کې د کابل د واکمنو وړتیا کمزورې کړي، څو په دغه هېواد کې ثبات وساتي. هغه ټینګار کړی چې افراطي ډلې په ورته وخت کې غواړي د افغانستان له خاورې څخه په استفادې خپلې ترهګریزې کړنې د منځنۍ آسیا هېوادونو او روسیې ته وغځوي.

 

چین له طالبانو غوښتي چې په افغانستان کې د وسله والو ډلو پر ضد عملي ګامونه واخلي
چین له طالبانو غوښتي چې په افغانستان کې د وسله والو ډلو پر ضد عملي ګامونه واخلي
د پخوانیو افغان جنرالانو په مشرۍ وسله وال فعالیتونه د طالبانو سویلي مرکزونو ته هم رسېدلي دي
د پخوانیو افغان جنرالانو په مشرۍ وسله وال فعالیتونه د طالبانو سویلي مرکزونو ته هم رسېدلي دي

 

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر تر دې وړاندې هم د افغانستان په اړه د مسکو د فارمټ په اتمه غونډه کې د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د افغانستان د وړتیاوو د پیاوړتیا لپاره د تخنیکي، تجهیزاتي او مسلکي مرستو غوښتنه کړې وه.

 

لاوروف په هغه غونډه کې ویلي وو چې د طالبانو امنیتي ځواکونه له داعش او نورو ترهګرو ډلو سره مبارزه کوي او په دې لړ کې سلګونه وسله‌وال وژل شوي دي. د هغه په وینا، د بهرنیو اتباعو او ډیپلوماټیکو استازولیو پر وړاندې د یو شمېر ترهګریزو بریدونو مخه هم نیول شوې ده.