باکو (شال نیوز) : د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي له طالبانو غوښتي چې په افغانستان کي د وسله والو او تندلارو ډلو د ختمولو لپاره عملي اقدامات وکړي، څو په دغه هېواد کي سوله او ثبات ټینګ شي.
وانګ یي د اکتوبر په ۱۵مه د اذربایجان په پلازمېنه باکو کي د آسیا د همکارۍ او باور جوړونې د کنفرانس غونډې ته وویل چې د افغانستان امنیت د ټولې آسیا له امنیت سره تړلی دی.
هغه وویل، چین غواړي چې د افغانستان په اړه د سیمې د هېوادونو ترمنځ همکاري زیاته شي او له افغانانو سره بشري او پرمختیايي مرستې دوام ومومي. د چین د بهرنیو چارو وزیر دا څرګندونې د سیمه ییز امنیت او همکارۍ د پیاوړتیا لپاره د خپلو څلورو وړاندیزونو په ترڅ کي وکړې.
وانګ یي وویل، آسیا د سړې جګړې فکر او د هېوادونو ترمنځ د مخالفو ډلو جوړولو ته اړتیا نه لري. د هغه په وینا، د آسیا ستونزې باید د همدې سیمې هېوادونه په خپلو کي د خبرو او همکارۍ له لارې حل کړي.
هغه له امریکا او ایران څخه هم وغوښتل چې خپل اختلافونه د خبرو له لارې هوار کړي او د یمن د جګړې له ښکېلو خواوو یې د زغم غوښتنه وکړه. وانګ یي د هېوادونو خپلواکۍ ته پر درناوي ټینګار وکړ او ویې ویل چې چین د فلسطین د مسئلې لپاره د دوو خپلواکو دولتونو د جوړېدو ملاتړ کوي.


شال نیوز