غزني (شال نیوز) : د طالبانو د حکومت د لوړو زده کړو وزیر ملا ندا محمد ندیم د غزني تخنیکي پوهنتون فارغو شویو محصلانو ته ویلي چې په خپل هېواد کي پاتې شي، د خپل مسلک اړوند کار وکړي او د کار موندلو لپاره بهر ته د تګ فکر ونه کړي.

 

ندیم د پنجشنبې په ورځ، د اکتوبر په ۱۵مه، د پوهنتون د فراغت غونډې ته په وینا کي وویل چې ځوانان دې د هغو کسانو په تبلیغاتو نه غولېږي چې د ده په خبره، غواړي افغانان له خپل هېواده ووځي. هغه د طالبانو د مشر ملا هبت الله اخوندزاده پر اطاعت هم ټینګار وکړ او ویې ویل چې د امیر اطاعت فرض دی.

 

د طالبانو وزیر دا څرګندونې په داسې حال کي کړې چې په افغانستان کي بېکاري او اقتصادي ستونزې د ګڼو ځوانانو لپاره لویې مسئلې دي او یو شمېر افغانان د روزګار په لټه کي ګاونډیو هېوادونو ته ځي.

 

د طالبانو پر حکومت دا نیوکې هم کېږي چې په دولتي ادارو کي د مسلکي وړتیا پر ځای د طالبانو پخوانیو غړو او د دیني مدرسو فارغانو ته لومړیتوب ورکول کېږي. طالبانو په بېلابېلو وختونو کي ویلي چې په دولتي ادارو کي ګومارنې د وړتیا او اړتیا له مخې کېږي.

 

حامد کرزی: د افغانستان د پرمختګ لپاره د نجونو تعلیم ضروري دی
حامد کرزی: د افغانستان د پرمختګ لپاره د نجونو تعلیم ضروري دی
افغانستان : فاروق اعظم له طالبانو غوښتي چې د زده کړو دروازې پرانیزي؛ دلاور د نجونو پر تعلیم د بندیز دفاع کړې
افغانستان : فاروق اعظم له طالبانو غوښتي چې د زده کړو دروازې پرانیزي؛ دلاور د نجونو پر تعلیم د بندیز دفاع کړې

 

ملا ندیم په خپله وینا کي وویل چې په افغانستان کي د بیارغونې او پرمختګ کارونه روان دي، خو د ده په خبره، ځینې بهرني هېوادونه د افغانستان پرمختګ نه غواړي. ندیم د طالبانو د مشر له نږدې کسانو څخه ګڼل کېږي او تر دې وړاندې یې هم په خپلو ویناوو کي د هغه پر اطاعت ټینګار کړی دی.

 

د طالبانو حکومت له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر تعلیم او په پوهنتونونو کي د ښځو پر زده کړو بندیز لګولی دی.