د افغانستان پخواني ولسمشر ،حامد کرزي، له لوري پر ایکس خپره شوې اعلامیه کې د ډیورند کرښې دواړو غاړو ته د قامي مشرانو ترمنځ د وروستیو «امن هوکړو» په اړه اندېښنه څرګنده شوې ده.
نوموړي ویلي، هغه راپورونه چې ګواکې د پاکستان له خوا د ډیورند کرښې ته څېرمه پر مېشتو خلکو نظامي او اقتصادي فشارونه زیات شوي، د اندېښنې وړ دي. د هغه په وینا، که دا فشارونه د دې لپاره وي چې ځايي خلک اړ کړي څو د ستونزو د حل لپاره د پاکستان ادارو ته مراجعه وکړي، نو دا به د سیمي پر خپلواکۍ او ثبات منفي اغېز ولري.
پخواني ولسمشر زیاته کړې چې د قامي مشرانو ترمنځ د «امن هوکړې» په نوم اسنادو لاسلیک کېدل، او د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له لوري د دغو هوکړو هرکلی، داسې انګېرل کېږي چې ګواکې د ډیورند کرښې د رسمیت ورکولو هڅه ده.
نوموړي ټینګار کړی چې دا ډول اقدامات د افغانستان د ملي حاکمیت خلاف دي او باید په دې اړه روڼتیا موجوده وي.
دا هم وګورۍ: د باجوړ او کونړ په پوله مو ډزبندي عملي کړه، سوداګري به هم زر پېل شي: حاجي لالي شاه
حامد کرزي له اړوندو افغان چارواکو غوښتي چې د دغو پرمختګونو په اړه ولس ته واضح معلومات وړاندې کړي او د هېواد د ملي ګټو د ساتنې لپاره لازم اقدامات وکړي.

شال نیوز