د پاکستان د باجوړ ضلعې او د افغانستان د کنړ ولایت مشرانو ترمنځ یو مهم امن تړون لاسلیک شوی، چې له مخې به یې د دواړو غاړو ترمنځ ډزبندي عملي کېږي او سوداګریزې لارې به هم بېرته پرانیستل شي.

 

دا تړون د مې په ۴مه نېټه د باجوړ په ناواپاس سیمه کې د یوې جرګې پر مهال وشو، چې پکې د باجوړ له لوري د چیمبر آف کامرس مشر حاجي لعل شاه پښتون یار مشري کوله او د افغانستان د کنړ له لوري دا مشري حاجي ظاهر ګل ته سپارل شوې وه.

 

دا امن تړون په داسې وخت کې شوی چې له تېرو څو میاشتو راهیسي د پاکستان او افغانستان ترمنځ تاوتریخوالی زیات شوی او په دواړو غاړو کې مرګ ژوبله هم اوښتې ده.

 

د تړون لمخې، دواړه غاړې به بشپړه ډزبندي مراعتوي او امنیتي ځواکونه به باجوړ، مومند او کونړ د سیمو څخه په یو او بل هېڅ ډول ډزې نه کوي. همدارنګه دا هم پرېکړه وشوه چې د باجوړ او کنړ مشران به هر درې میاشتې وروسته غونډه کوي، څو د دې تړون عملي کېدل وڅاري او ارزونه یې وکړي.

 

حاجي لعل شاه پښتون یار د دې تاریخي تړون هرکلی وکړ او ویې ویل چې دا جرګه بریالۍ وه او د دواړو غاړو خلکو ته یې د سولې زیری ورکړ. هغه زیاته کړه چې د سوداګرۍ لارې به خلاصې شي او د خلکو تګ راتګ به بېرته عادي حالت ته راوګرځي.

 

نوموړي دا هم وویل چې راتلونکې شخړې به د خبرو اترو او سلا مشورو له لارې حل کېږي. د جرګې په پای کې د اسلامي امارت او افغان مشرانو له لوري حاجي لعل شاه پښتون یار ته د امن جایزه هم ورکړل شوه.

 

 

د کونړ د جرګې مشران د باجوړ د جرګې مشر حاجي لعل شاه پښتونیار ته د امن جاېزه ورکوي 

 

 

بل لور ته د باجوړ ضلعي چارواکو ویلي چې د مارچ او اپرېل په میاشتو کې د ماموند او سالارزو سیمو کې د پولې هغې غاړې نه د ډزو شپږ پېښې شوې دي، چې پکې ۹ ملکي وګړي وژل شوي او ۱۲ نور ټپیان شوي دي.

 

د ډپټي کمشنر دفتر د اپرېل په ۳۰مه خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي، چې دغه ډزې بې له کومې راپارونې شوې وې او پکې ملکي خلک په نښه شوي وو، چې له امله یې اته کورونه هم ویجاړ شوي دي. د باجوړ اوسېدونکو د دغو پېښو پر ضد څو ځله احتجاجونه کړي او له حکومت څخه یې د امن ټینګښت غوښتنه کړې ده.

 

د پاکستان او د افغانستان د طالبانو ترمنځ نښتې له هغه وخت زیاتې شوې دي کله چې پاکستان د فرورۍ په ۲۱مه او ۲۲مه پر افغانستان هوايي بریدونه وکړل. د پاکستان حکومت وایي چې دا بریدونه یې په اسلام‌اباد، باجوړ او بنو کې د شویو بریدونو په ځواب کې کړي او د وسلوالو مرکزونه یې په نښه کړي.

 

خو د طالبانو حکومت ادعا کوي چې په دغو بریدونو کې ملکي وګړي زیانمن شوي دي. له دې وروسته دواړه هېوادونه وخت ناوخت پر یو بل بریدونه کوي چې له امله یې عام خلک اغېزمن شوي دي.