د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په خپلو تازه خبرو کې د ډیورنډ لائن په غاړه د پرتو سیمو د قامي مشرانو ترمنځ د هغو روغو جوړو تود هرکلی کړی، چې مقصد یې په سیمه کې امن راوستل او د ولسونو ترمنځ د تاو تریخوالي کمول دي.

 

د دغه وزارت ویاند ،په خپله اوونیزه رسنیز بریفنګ کې، دا پرمختګونه د هغو خلکو د زړه اواز وباله چې له ډېرې مودې راهیسي د جنګونو او بدامنۍ لا امله ډېر په عذاب وو.

 

د پاکستان د سرکاري دریځ لمخې، د کونړ د قامي مشرانو او د باجوړ او مومندو د ولسي استازو ترمنځ شوي لوظونه دا ثابتوي چې د پولې دواړو غاړو ته مېشت ولسونه په خپلو سیمو کې سکون او د خېر ژوند غواړي.
 

دا جرګې او مرکې چې د ولسي مشرانو او سپینږیرو په منځګړیتوب شوې دي، په اصل کې د "ولسي ډیپلوماسۍ" یو ډېر تکړه مثال دی. د دغو پرېکړو په رڼا کې پوځي ځواکونه پابند کړل شوي چې خپلې پخوانۍ پوستې سنبال کړي، د نویو نښتو نه لاس واخلي او د عامو خلکو د تګ راتګ لارې د تېر په شان خلاصې وساتي. دا ګامونه په داسې وخت کې اخیستل کېږي چې په تېرو میاشتو کې په دغو سیمو کې د نښتو په وجه د عامو خلکو کاروبار او ژوند په ټپه ولاړ و.

 

 

د باجوړ او د کونړ د جرګې غړي | انځور حسبان الله باجوړي

 

 

د امنیتي ضمانتونو ستونزه او د ترهګرۍ تورونه
 

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت که څه هم د ولسي کچې د دغو هوکړو ملاتړ کوي، خو ورسره یې خپله اصلي اندېښنه هم ښکاره کړې ده. د اسلام‌اباد دریځ دا دی چې د دوه اړخیزو تعلقاتو د سمېدو په لاره کې تر ټولو غټ خنډ هغه ترهګري ده چې دوي یې د افغانستان له خاورې ګواښ بولي.

 

د پاکستاني چارواکو په وینا، که چېري د طالبانو حکومت په عملي ډول داسې پخې وعدې او ضمانتونه ورکړي چې د افغانستان خاوره به د ګاونډیو هېوادونو په ضد نه کارول کېږي، نو نورې ټولې جنجالي ستونزې، لکه د سوداګرۍ، ویزو او د سرحد د انتظام ستونزې، ډېرې په اسانۍ سره حل کېدای شي.
 

بل پلو ته، د طالبانو حکومت دا ډول تورونه تل رد کړي دي او تکرار یې دا خبره کړې، چې دوي په ټول افغانستان کنټرول لري او هیچا ته اجازه نه ورکوي چې دغلته د بل په ضد کار وکړي. د کابل چارواکي، برعکس دا وایي چې پاکستان د خپلو داخلي امنیتي ناکامیو پټولو لپاره په افغانستان د تورونو لګولو بهانې لټوي.

 

دوي وایي چې د پاکستان امنیتي ستونزې د دغه هېواد په خپلو پالیسیو کې دي او باید د حل لاره یې هم په خپل کور کې ولټول شي، نه دا چې د پړې ګوته ګاونډي ته ونیول شي.
 

د قامي جرګو تاریخي رول او امن

 

 

انځور حسبان الله باجوړي

 

 

د ډیورنډ کرښې په غاړه د قبایلي سیمو تاریخ دا ښیي چې دلته تل قامي جرګو او مرکو د سرکاري حکومتونو نه زیات د جنجالونو په ختمولو کې غټ رول لوبولی دی. د کونړ او باجوړ تازه لوظنامه، چې په هغې کې دواړو غاړو ته د برید په صورت کې د حکومتونو ذمه واري ښودل شوې، یو ډېر مهم ګام دی چې د ولسي فشار او غوښتنې په نتیجه کې پورته شوی. دا ډول هوکړې د سیمي د خلکو لپاره د خپلو خپلوانو سره د لیدو کتو، د مالونو د تګ راتګ او د روزګار په مانا دي.
 

په اخر کې، که څه هم دا ولسي روغې جوړې یو ښه پېل دی، خو د دغو بریا لا هم په کابل او اسلام‌اباد کې په ناستو چارواکو پورې تړلې ده. د بې باورۍ فضا، د کټارې یا اغزن تار شتون او د تورونو تبادله هغه خطرونه دي چې هر وخت دا ډول سیمه ییز اوربندونه خرابولی شي.

 

د حالاتو پوهان وایي، تر څو چې دواړو حکومتونو په لوړه کچه د یو بل اندېښنې نه وي ختمې کړي، د ډیورنډ کرښې امنیت به د دا ډول عارضي او ولسي لوظونو په منځ کې لړزانده وي، خو بیا هم دا جرګې د جګړې د مخنیوي لپاره د یوازینۍ هیلي په توګه پاتې دي.