اسلام‌ اباد (شال نیوز) : د پاکستان د اطلاعاتو وفاقي وزیر عطاالله تارړ ویلي چې مرکزي حکومت په خېبر پښتونخوا کي د آئین له مخې ګامونه پورته کړي او په صوبايي کابینه کي نور داسې کسان نشته چې د وسله والو ډلو خواخوږي کوي.

 

نوموړي د حکومت د پرېکړو دفاع کړې او پوښتنه یې کړې چې په یو هېواد کي د وسله والو ډلو پر ضد دوه بېلابېلې پالیسۍ څنګه عملي کېدای شي؟

 

عطاالله تارړ ویلي چې د پاکستان د آئین جوړوونکو اړوند مادې د همدې ډول حالاتو د مخنیوي او ورسره د مقابلې لپاره په آئین کي شاملې کړې وې.

 

د وفاقي وزیر له خبرو څرګندېږي چې مرکزي حکومت د خېبر پښتونخوا د امنیتي چارو او د وسله والو ډلو پر ضد د اقداماتو په اړه د یوې ګډې پالیسۍ پر عملي کولو ټینګار کوي.

 

خیبر پښتونخوا کې د تحریک انصاف د کارکنانو نیونې؛ په صوابۍ کې انټرنېټ بند او په ګڼو ضلعو کې امنیت سخت شوی
خیبر پښتونخوا کې د تحریک انصاف د کارکنانو نیونې؛ په صوابۍ کې انټرنېټ بند او په ګڼو ضلعو کې امنیت سخت شوی
خیبر پښتونخوا په ټوله صوبه کې ایمرجنسي نافذه شوه؛ ډاکټر محمد فخر عالم عرفان نوی چیف سیکرټري ټاکل شوی
خیبر پښتونخوا په ټوله صوبه کې ایمرجنسي نافذه شوه؛ ډاکټر محمد فخر عالم عرفان نوی چیف سیکرټري ټاکل شوی

 

د اکتوبر پر ۱۱مه په خېبر پښتونخوا کي د آئین د ۲۳۲مې او ۲۳۴مې مادې له مخې ایمرجنسي او ګورنر راج نافذ شول او صوبايي حکومت وځنډول شو.

 

تحریک انصاف د مرکزي حکومت تورونه رد کړي او د ایمرجنسۍ او ګورنر راج د پرېکړې په عدالت کي د چیلنج کولو اعلان یې کړی دی.