تهران (شال نیوز) : د ایران د اسلامي شورا مجلس د ملي امنیت کمېسیون مشر وايي، طالبان د افغانستان او پاکستان پر پولو بشپړ واک او کنټرول نه لري او د دغو پولو په اوږدو کې بې‌ ثباتي لیدل کېږي.

 

ابراهیم عزیزي وویل، د ایران سیستان او بلوچستان ولایت له دغو دواړو هېوادونو سره نږدې ۱،۳۰۰ کیلومتره ګډه پوله لري، چې د ګټو ترڅنګ یې یادې ستونزې هم رامنځته کړې دي.

 

هغه پرون د ایران دولتي ټلوېزیون سره په مرکه کې ویلي، د طالبانو او پاکستان د نه پاملرنې او د ایران د حکومت د مخالفو نیمه‌پوځي ډلو د پولو په اوږدو کې د حضور له امله، سیستان او بلوچستان له ناامنۍ سره مخ شوی دی.

 

په کرمه ضلعه کې د پاکستان او افغان طالبانو ترمنځ بیا سرحدي ډزې شوې
په کرمه ضلعه کې د پاکستان او افغان طالبانو ترمنځ بیا سرحدي ډزې شوې
د پخوانیو افغان جنرالانو په مشرۍ وسله وال فعالیتونه د طالبانو سویلي مرکزونو ته هم رسېدلي دي
د پخوانیو افغان جنرالانو په مشرۍ وسله وال فعالیتونه د طالبانو سویلي مرکزونو ته هم رسېدلي دي

 

عزیزي ادعا کړې چې په افغانستان او پاکستان کې له اوږدې مودې راهیسې نیمه‌پوځي ډلې حضور لري او ټینګار یې کړی چې د پولو تړل باید جدي لومړیتوب وبلل شي.

 

سیستان او بلوچستان ولایت په تېرو څو میاشتو کې، پر ایران د امریکا او اسراییل له جګړې وروسته، د ناامنۍ د زیاتوالي شاهد و، چې په پایله کې یې یو شمېر امنیتي سرتېري او نیمه‌پوځي کسان وژل شوي دي.