کرمه (شال نیوز) : په کرمه ضلعه کي د پاکستان او افغانستان پر پوله د پاکستاني ځواکونو او افغان طالبانو ترمنځ یو ځل بیا ډزې شوې دي.

 

پاکستاني سرکاري سرچینې وايي، افغان طالبانو د پولې په اوږدو کي د پاکستاني ځواکونو پر پوستو ډزې کړې چې په ځواب کي یې پاکستاني ځواکونو د افغان طالبانو پر پوستو بریدونه کړي دي.

 

د دغو سرچینو په وینا، پاکستاني ځواکونو په ځوابي بریدونو کي درنې وسلې او پرمختللې ډرون الوتکې کارولې او د پولې بلې غاړې ته یې د افغان طالبانو پوستې او مرکزونه په نښه کړي دي.

 

سرکاري سرچینې وايي، پاکستاني ځواکونو برید په شا تمبولی او د افغان طالبانو پر مرکزونو ځوابي عملیات روان دي. تر اوسه په دغو ډزو کي د مرګ ژوبلې او اوښتو زیانونو په اړه معلومات نه دي ورکړل شوي.

 

افغان طالبانو هم تر اوسه د دغې پېښې په اړه څه نه دي ویلي. شال نیوز په خپلواکه توګه د دواړو خواوو د ډزو، د برید د پیل او د احتمالي زیانونو پخلی نه دی کړی.