ریاض (شال نیوز) : د سعودي عربستان د ملکي هوايي چلند ادارې ویلي چې د پلازمېنې ریاض پر شاه خالد نړیوال هوايي ډګر په دوو بریدونو کې درې سعودي وګړي وژل شوي او د بېلابېلو هېوادونو یو شمېر نور کسان ژوبل شوي دي.
د چارواکو په وینا، بریدونه د اکتوبر پر اتمه شوي وو. په لومړي برید کې د هوايي ډګر تاسیسات او په دویم کې د سعودي هوايي شرکت یوه مسافر وړونکې الوتکه په نخښه شوې ده.
د سعودي هوايي شرکت تایید کړې چې په وژل شویو کسانو کې یې یو پیلوټ، حمود علي الکلثمي، هم شامل دی. شرکت ویلي چې د برید پر مهال په زیانمنه شوې الوتکه کې مسافر نه وو. ژوبل کسان روغتونونو ته وړل شوي او د ځینو روغتیايي حالت نازک ښودل شوی دی.
د بریدونو له امله د ریاض هوايي ډګر الوتنې ګډوډې شوې وې، خو سعودي چارواکي وايي چې د هوايي ډګر فعالیتونه بېرته پیل شوي دي. د جرمني لوفتهانزا هوايي شرکت هم د امنیتي اندېښنو له امله د اکتوبر تر ۱۶مې ریاض ته خپلې الوتنې ځنډولې دي.
د یمن حوثي وسله والو د بریدونو ذمه واري منلې او ویلي یې دي چې هوايي ډګر یې په کروز توغندیو ویشتلی دی. سعودي چارواکو په خپله لومړنۍ اعلامیه کې د بریدونو ذمه وار نه وو په ګوته کړي. دا بریدونه د سعودي عربستان او د یمن د حوثي وسله والو ترمنځ د زیاتېدونکې جګړې په ترڅ کې شوي دي.


شال نیوز