ریاض (شال نیوز) : د سعودي عرب په پلازمېنه ریاض کي د اکتوبر په اتمه د څو پرله‌پسې چاودنو غږونه اورېدل شوي دي. د یمن حوثیانو ویلي چې د ریاض شاه خالد نړیوال هوايي ډګر یې په بالېسټیک میزایل ویشتلی دی.

 

اسوشیټېډ پرېس خبري اژانس د یوه عیني شاهد له قوله ویلي چې په ریاض کي څو چاودنې شوې دي او یوه زوروره چاودنه د ښار په نړیوال هوايي ډګر کي اورېدل شوې ده. د شاهد په وینا، له سیمې لوګي پورته کېدل او د اور وژنې او امبولانسونو عملې ورروانې وې. په هوايي ډګر کي الوتنې هم درول شوې وې.

 

ځینو ځایي سرچینو د لسو څخه د زیاتو چاودنو خبر ورکړی، خو دغه شمېر تر اوسه خپلواکو خبري ادارو نه دی تایید کړی.

 

رویټرز خبري اژانس د حوثیانو له قوله ویلي چې دغې ډلې د پنجشنبې په ورځ د ریاض شاه خالد نړیوال هوايي ډګر د بالېسټیک میزایل په وسیله په نښه کړی دی. سعودي عرب تر اوسه د دې تازه برید د لګېدو او احتمالي مرګ ژوبلې پخلی نه دی کړی.

 

د حوثیانو پوځي ویاند یحیی سریع نړیوالو هوايي شرکتونو ته خبرداری ورکړی چې د سعودي عرب له هوايي حریم څخه دې خپلې الوتنې بندې کړي. حوثیانو ویلي چې پر سعودي عرب به خپلو بریدونو ته دوام ورکړي.

 

د سعودي عرب د ملکي هوايي چلند ادارې ویلي چې د اکتوبر په شپږمه او اوومه د ریاض پر شاه خالد او د ابها پر نړیوالو هوايي ډګرونو په بریدونو کي درې کسان وژل شوي او ۳۶ نور ژوبل شوي دي.

 

د چارواکو په وینا، د ریاض په برید کي یو سوډانی وګړی وژل شوی او اته کسان ژوبل شوي چې یو پاکستانی هم پکي شامل دی. د ابها په هوايي ډګر کي دوه کسان وژل شوي او ۲۸ نور ژوبل شوي دي.

 

د سعودي عرب په مشرۍ پوځي اتحاد د دغو بریدونو ذمه واري پر حوثیانو اچولې او ویلي یې دي چې په ځواب کي یې د یمن دننه ۸۲ پوځي هدفونه ویشتلي دي. په دغو هدفونو کي د میزایلو مرکزونه، د قوماندې ځایونه او د حوثیانو نور پوځي مرکزونه شامل دي.

 

حوثیانو د ریاض پر نړیوال هوايي ډګر د بل توغندیز برید دعوه کړې
حوثیانو د ریاض پر نړیوال هوايي ډګر د بل توغندیز برید دعوه کړې
پاکستانۍ جنګي الوتکو په یمن کې د حوثیانو پر مرکزونو بمباري کړې : نیویارک ټایمز
پاکستانۍ جنګي الوتکو په یمن کې د حوثیانو پر مرکزونو بمباري کړې : نیویارک ټایمز

 

په یمن کي د سعودي عرب په ملاتړ حکومتي ځواکونه او حوثیان د سره سمندرګي د ساحلي سیمو او باب‌المندب تنګي د کنټرول لپاره په جګړه بوخت دي. دواړه لوري د پرمختګونو دعوې کوي، خو د جګړې له سیمو څخه د خپلواکو معلوماتو ترلاسه کول ګران دي.

 

د ملګرو ملتونو په وینا، د یمن د جګړې له بیا زور اخیستو وروسته له دوو لکو څخه زیات خلک له خپلو کورونو بې‌ځایه شوي دي.

 

تر اوسه دا نه ده څرګنده چې په ریاض کي ټولې تازه چاودنې د حوثیانو د میزایلو له امله شوې دي او که ځینې یې د سعودي عرب د هوايي دفاع د فعالیت په نتیجه کي وې. د تازه برید د زیانونو او مرګ ژوبلې په اړه هم رسمي معلومات نه دي خپاره شوي.