مسکو (شال نیوز) : د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي، مسکو تیار دی چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د روان کړکېچ په ختمولو کي مرسته وکړي، خو د دې لپاره باید دواړه خواوې له روسیې د مرستې غوښتنه وکړي.
کابلوف د مسکو فارمټ غونډې تر پای وروسته خبریالانو ته ویلي، روسیه کولای شي په یوازې ځان یا له خپلو نورو شریکانو سره یو ځای د سیاسي او سفارتي لارو د کړکېچ د ختمولو لپاره مرسته وکړي.
هغه وویل، د مسکو فارمټ په غونډه کي ټولو ګډونوالو له افغانستان او پاکستان وغوښتل چې د یو بل پر ضد له پوځي اقداماتو ډډه وکړي، ځکه د داسې نښتو تر ټولو ډېر زیان ولسي خلکو ته رسېږي.
کابلوف وویل، د افغانستان او پاکستان ترمنځ اختلافونو د مسکو فارمټ د غونډې پر وروستۍ ګډې اعلامیې هم اغېز کړی او ګډونوال ونه توانېدل چې پر وروستي متن سلا شي.
د هغه په وینا، افغان پلاوي په هغه متن اعتراض درلود چې افغانستان پکي څو ځله د ترهګرۍ په تړاو یاد شوی و. کابلوف وویل، د ګډې اعلامیې نه خپرېدل د مسکو فارمټ د خبرو د ختمېدو معنا نه لري او دا غونډې به دوام کوي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي هم په مسکو کي ویلي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ ستونزې د خبرو او ډیپلوماسۍ له لارې حل کېدای شي.


شال نیوز