ریاض (شال نیوز) : د پاکستان، سعودي عرب او ترکیې د مکې دفاعي تړون سیاسي او دفاعي کمېټه د اکتوبر پر پنځمه په ریاض کي غونډه کوي. په غونډه کي به د سیمې پر امنیتي حالاتو، د درې واړو هېوادونو پر دفاعي همکارۍ او د تړون د عملي کولو پر لارو چارو خبرې کېږي.
د پاکستان له خوا مرستیال وزیراعظم او د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار، د دفاع وزیر خواجه آصف او د پوځ مشر فیلډ مارشل عاصم منیر په غونډه کي ګډون کوي. د ترکیې پلاوي کي د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان، د دفاع وزیر یاشار ګولر او د پوځ لوی درستیز سلجوق بایراکتاراوغلو شامل دي.
د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي، په غونډه کي به د مکې د دفاعي تړون له مخې د جوړو شوو ادارو د کار پر مخ بیولو ترڅنګ د سیمې پر تازه حالاتو هم خبرې وشي.
دا غونډه په داسې وخت کي کېږي چې په یمن کي جګړه زیاته شوې او د سعودي عرب پر امنیت د حوثیانو د بریدونو اندېښنې هم شته. د یمن روان حالت، د سره سمندر امنیت او د سیمې نور امنیتي بدلونونه د درې واړو هېوادونو لپاره مهم موضوعات دي.
پاکستان، سعودي عرب او ترکیې د اګست پر اوومه په مکه کي ګډ دفاعي تړون لاسلیک کړی و. د تړون له مخې، پر یوه غړي هېواد وسله وال برید پر درې واړو هېوادونو برید ګڼل کېږي.
د تړون د سیاسي او دفاعي کمېټې لومړۍ غونډه د اګست پر ۳۱مه په استانبول کي شوې وه. په هغه غونډه کي د سعودي عرب په پلازمېنه ریاض کي د تړون د ګډ سیکرټریټ پر جوړولو او د درې واړو هېوادونو ترمنځ د دفاعي اړیکو پر پراخولو خبرې شوې وې.
د ریاض غونډه د تړون له لاسلیک وروسته د درې واړو هېوادونو د لوړپوړو سیاسي او پوځي چارواکو بله مهمه ناسته ده. تمه ده چې له غونډې وروسته د خبرو او پرېکړو په اړه نور جزیات خپاره شي.


شال نیوز