اسلام‌ اباد (شال نیوز) : د پاکستان د کورنیو چارو وفاقي وزیر محسن نقوي وايي، د حکومت او اپوزیسیون ترمنځ د خبرو پر مهال د خېبر پښتونخوا حکومت د امنیت او له وسله والو سره د مبارزې په اړه د یوې لیکلې موافقې لاسلیکولو او په ۷۲ ساعتونو کي د عملي پلان وړاندې کولو ته تیار شوی و، خو د خبرو په وروستي پړاو کي ترې شاته شو.

 

نقوي د اکتوبر پر څلورمه په خپل بیان کي وویل، په وړاندیز شوې موافقه کي د ۲۰۲۶ کال د پولیس قانون بیا کتنه، د امنیتي چارو له سیاسي اغېزو ساتل او په صوبه کي وسله والو ته د خوندي ځایونو د نه برابرېدو لپاره اقدامات شامل وو.

 

د نوموړي په وینا، په خبرو کي دا هم شامل وو چې د تحریک طالبان پاکستان او نورو وسله والو ډلو پر ضد به څرګند دریځ خپلول کېږي او د پولیسو او له وسله والو سره د مبارزې لپاره به زیاتې پیسې ځانګړې کېږي.

 

نقوي وايي، په وړاندیز شوې موافقه کي د افغان کډوالو په اړه د وفاقي حکومت د تګلارې ملاتړ، د افغان کډوالو ستنول، په خېبر پښتونخوا کي د افغان کډوالو د کمپونو ختمول او د افغانستان له لنډمهالي حکومت سره د صوبايي حکومت د مستقیمو اړیکو نه ساتل هم شامل وو.

 

د هغه په خبره، د پخوانیو قبایلي او اوسنیو ضم شوو ضلعو د امنیت په اړه پرېکړې، له امنیتي ادارو سره د صوبايي حکومت همکاري او د ملي عمل پلان عملي کول هم د خبرو برخه وه.

 

محسن نقوي ویلي، د خېبر پښتونخوا حکومت په لومړي سر کي پر دغو ټکو د لیکلې موافقې او په ۷۲ ساعتونو کي د عملي پلان وړاندې کولو ته تیار شوی و، خو د شنبې شپې د خبرو په وروستي پړاو کي ترې شاته شو.

 

پاکستان : حکومت او اپوزیسیون موافقې ته ونه رسېدل؛ لانګ مارچ پر خپل ځای دی
پاکستان : حکومت او اپوزیسیون موافقې ته ونه رسېدل؛ لانګ مارچ پر خپل ځای دی
سهیل اپریدي له ګنډي چوک څخه د پي ټي ایي لانګ مارچ پېل کړ
سهیل اپریدي له ګنډي چوک څخه د پي ټي ایي لانګ مارچ پېل کړ
محسن نقوي او فیصل کریم کونډي د خیبر پښتونخوا پر امنیتي او سیاسي حالاتو مهمه غونډه کړې
محسن نقوي او فیصل کریم کونډي د خیبر پښتونخوا پر امنیتي او سیاسي حالاتو مهمه غونډه کړې

 

نقوي ویلي، په داسې وخت کي چې خېبر پښتونخوا له سختو امنیتي ستونزو سره مخ ده، امنیت باید سیاسي نه کړل شي. د حکومت او اپوزیسیون ترمنځ د خبرو دویم پړاو له څو ساعتونو خبرو وروسته له موافقې پرته پای ته رسېدلی او تحریک انصاف خپل لانګ مارچ پر ځای ساتلی دی.

 

بل لور ته د خېبر پښتونخوا وزیراعلی سهېل اپریدي د تحریک انصاف خپله مسوده هم خپره کړې او د ګوند پر غوښتنو ولاړ دی.

 

تر اوسه تحریک انصاف او د خېبر پښتونخوا حکومت په خپلواکه توګه دا نه ده تایید کړې چې د محسن نقوي له خوا یاد شوي ټول امنیتي شرطونه یې منلي وو. له همدې امله د دغو شرطونو د منلو خبره د محسن نقوي د دریځ په توګه وړاندې کېږي.