پېښور (شال نیوز) : د پاکستان د کورنیو چارو وفاقي وزیر محسن نقوي په بېړني سفر پېښور ته تللی او په ګورنر هاوس کې یې د خیبر پښتونخوا له والي فیصل کریم کونډي سره د صوبې پر امنیتي او سیاسي حالاتو مهمه غونډه کړې ده.

 

د ګورنر هاوس د ویاند په وینا، په غونډه کې د خیبر پښتونخوا چیف سیکرټري، د پولیسو مشر او د فرنټیر کور مشر هم حاضر وو. په غونډه کې د صوبې د امن او امنیت روان وضعیت او یو شمېر نور مهم مسایل څېړل شوي دي. د ګورنر هاوس تفصیلي اعلامیه لا تمه کېږي.

 

دا غونډه په داسې وخت کې شوې چې د وفاقي حکومت او اپوزیسیون ترمنځ خبرې بې نتیجې پای ته رسېدلې او تحریک انصاف د اکتوبر پر څلورمه خپل لانګ مارچ پیل کړی دی.

 

پاکستان : حکومت او اپوزیسیون موافقې ته ونه رسېدل؛ لانګ مارچ پر خپل ځای دی
پاکستان : حکومت او اپوزیسیون موافقې ته ونه رسېدل؛ لانګ مارچ پر خپل ځای دی

 

محسن نقوي تر پېښور ته له تګ مخکې ویلي وو چې د حکومت او اپوزیسیون په خبرو کې پر ډېرو مسایلو موافقه شوې وه، خو د ده په وینا، د خیبر پښتونخوا حکومت په وروستي پړاو کې له ځینو ژمنو په شا شو.

 

نقوي د خبرو د ناکامۍ مسؤلیت پر اعلا وزیر سهیل افریدي اچولی دی. تحریک انصاف بیا د وفاقي حکومت پر دریځ نیوکې کړې دي.

 

په همدې ورځ د خیبر پښتونخوا والي فیصل کریم کونډي ویلي، که د صوبې د ژغورلو لپاره اضطراري حالت ته اړتیا پېښه شي، نو دا لاره کارول کېدای شي. هغه ویلي چې که حالات دې پړاو ته ورسېږي، ولسمشر، وزیراعظم او اړوندې ادارې د اضطراري حالت پر لګولو غور کولی شي.

 

خو تر اوسه داسې کومه رسمي اعلامیه نه ده خپره شوې چې وښيي په خیبر پښتونخوا کې د اضطراري حالت یا ګورنر راج د لګولو وروستۍ پرېکړه شوې ده.

 

د ګورنر راج او اضطراري حالت احتمال له څو ورځو راهیسې د صوبې د خراب امنیتي وضعیت، د وفاق او صوبايي حکومت ترمنځ د اختلافونو او د تحریک انصاف د لانګ مارچ په ترڅ کې د سیاسي بحث یوه مهمه موضوع ګرځېدلې ده.

 

سهیل افریدي : لارې بندې کړئ که میخونه ولګوئ، لانګ مارچ به کوو
سهیل افریدي : لارې بندې کړئ که میخونه ولګوئ، لانګ مارچ به کوو
وفاقي حکومت: په خیبر پښتونخوا کې د ایمرجنسي لګولو پر امکان جدي غور روان دی
وفاقي حکومت: په خیبر پښتونخوا کې د ایمرجنسي لګولو پر امکان جدي غور روان دی

 

د وفاق او صوبې ترمنځ اختلاف په ځانګړي ډول د امنیتي تګلارې او له وسله والو سره د چلند پر سر هم څرګند شوی دی.

 

فیصل کریم کونډي د لانګ مارچ مخالفت هم کړی او ویلي یې دي چې د صوبې اوسنی امنیتي وضعیت د داسې سیاسي لاریون لپاره مناسب نه دی. تحریک انصاف بیا وايي لانګ مارچ به دوام کوي او د صوبايي خپلواکۍ خلاف به هر ډول غیر ائیني اقدام رد کړي.

 

شال نیوز د ګورنر هاوس د تفصیلي اعلامیې او د وفاقي حکومت د راتلونکو اقداماتو څارنه کوي.