پېښور (شال نیوز) : د خیبر پښتونخوا اعلا وزیر ،محمد سهیل افریدی، وایي چې د پاکستان تحریک انصاف له لوري د سپتمبر په ۲۷مه اعلان شوی لانګ مارچ به په هر صورت ترسره کېږي. نوموړي د جمعې په ورځ ،د سپتمبر په ۲۵مه، په پېښور کې یوې خبري غونډې ته وویل که پر سړکونو هر ډول خنډونه جوړ شي، دوي به بیا هم خپل لاریون ترسره کړي.
د خبري کنفرانس له پېل مخکې خبریالانو ته د سړکونو د بندولو یوه ویډیو هم وښودل شوه چې په سړکونو کې د اوسپنې د میخونو د لګولو صحنې پکې لیدل کېدې. ښاغلي افریدي دعوه وکړه چې د سړکونو په لارو کې د دغو میخونو د لګولو موخه د خیبر پښتونخوا خلک له هېواد څخه لرې ساتل دي.
نوموړي پوښتنه وکړه چې ایا د دې اقداماتو مانا دا ده چې د پاکستان د ماتولو هڅه روانه ده او ایا پر خیبر پښتونخوا ادارې باور له منځه تللی دی. هغه وویل، دا میخونه به د هغوي پر وجود وروستي میخونه ثابت شي خو زیاته یې کړه چې دوي به هېواد ماتېدو ته پرېنږدي.
د خیبر پښتونخوا اعلا وزیر همداراز دعوه وکړه چې د صوبې د اطلاعاتو وزیر پر رسنیو د څرګندېدو په برخه کې له محدودیت سره مخ شوی او نوموړي وویل چې ده هم اورېدلي چې پر رسنیو د ده د څرګندولو بندیز لګېدلی دی.
سهیل افریدي وویل، د تحریک انصاف سیاسي کمېټۍ غونډه روانه ده او د لانګ مارچ وروستۍ نېټه او نور جزیات به په همدې غونډه کې وټاکل شي. هغه همداراز دعوه وکړه چې د جعلي ګواښونو له لارې د صوبې حکومتي چارې درول شوې او سیکرټرېټ هم تړل شوی دی. نوموړي وویل د سیاسي کمېټۍ له پرېکړې وروسته به رسنیو ته نور معلومات ورکړي.


سلمان یوسفزی