اسلام اباد (شال نیوز) : د پاکستان د وفاقي حکومت، پیپلز پارټۍ او اپوزیسیون ترمنځ له اتو ساعتونو د زیاتو خبرو دویم پړاو بې له کومې موافقې پای ته رسېدلی او تحریک انصاف وايي، د اکتوبر څلورمې لانګ مارچ پر خپل ځای دی.
خبرې د قومي اسمبلۍ د سپیکر ایاز صادق په مشرۍ د اکتوبر پر درېیمه په پارلېمنټ هاوس کي پیل شوې او د شپې تر ناوخته یې دوام وکړ. د خبرو اصلي موضوع د تحریک انصاف د لانګ مارچ درول وو، خو دواړه خواوې پر دې ونه توانېدې چې د مارچ د ځنډولو لپاره پر شرایطو موافقه وکړي.
حکومتي لوري غوښتل چې اپوزیسیون لومړی لانګ مارچ ودروي او وروسته دې له عمران خان سره د اپوزیسیون د مشرانو د ملاقات په ګډون پر نورو غوښتنو خبرې وشي. اپوزیسیون بیا ټینګار کاوه چې د لانګ مارچ په اړه وروستۍ پرېکړه د عمران خان له سلا پرته نه شي کېدای.
د راپورونو له مخې، د قومي اسمبلۍ د اپوزیسیون مشر محمود خان اڅکزي غوښتنه کړې وه چې هغه، د سنا د اپوزیسیون مشر علامه راجه ناصر عباس او د خېبر پښتونخوا وزیراعلی سهېل اپریدي ته دې په زندان کي له عمران خان سره د ملاقات اجازه ورکړل شي.
اڅکزي د اپوزیسیون مذاکراتي ډلې ته ویلي وو چې له عمران خان سره تر سلا مخکي باید د لانګ مارچ د ختمولو یا ځنډولو وروستۍ پرېکړه ونه شي.
د تحریک انصاف مشر بیرسټر ګوهر علي خان له مذاکراتو وروسته ویلي، د دوی غوښتنې ساده وې او په هغو کي له عمران خان او د هغه له مېرمنې بشرا بي بي سره ملاقاتونه شامل وو.
ګوهر ویلي، د خېبر پښتونخوا د امنیتي وضعیت او د وسلهوالو پر ضد د تګلارې پر ځینو مسئلو خبرې ودرېدې او دواړه خواوې موافقې ته ونه رسېدې. هغه تایید کړې چې د لانګ مارچ پرېکړه پر خپل ځای ده او د مذاکراتو د بل پړاو لپاره هم کومه نېټه نه ده ټاکل شوې.
حکومتي لوري بیا ویلي چې د خېبر پښتونخوا د امنیتي وضعیت او د وسلهوالو پر ضد د اقداماتو پر څرنګوالي جدي اختلاف موجود و. د حکومت د مذاکراتي ډلې غړي طلال چوهدري ویلي، پر یو شمېر نورو مسئلو موافقه شوې وه، خو د خېبر پښتونخوا د امنیت او د وسلهوالو پر ضد د تګلارې پر سر خبرې ونه شوې بریالۍ.
د پیپلز پارټۍ مشرې شیري رحمان، چې په مذاکراتو کي یې ګډون کړی و، ویلي چې دواړو خواوو پر ټولو مهمو ټکو بحث وکړ، خو د موافقې مسوده څو ځله بدله شوه او په پای کي پرې اتفاق ونه شو.
د مذاکراتو پر مهال د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي څو ځله له پارلېمنټ هاوس څخه ووت. د راپورونو له مخې، هغه د خبرو د پرمختګ په اړه وزیراعظم شهباز شریف ته معلومات ورکړل او له ولسمشر اصف علي زرداري سره یې هم ولیدل.
تر دې مخکي د مذاکراتو پر مهال ځینو رسنیو او سرچینو ویلي وو چې حکومت او اپوزیسیون یوې موافقې ته نږدې شوي او د یوې ګډې مسودې پر متن کار روان دی. خو د مذاکراتو له پای ته رسېدو وروسته د دواړو خواوو څرګندونو تایید کړه چې وروستۍ موافقه نه ده شوې.
له همدې امله د «حکومت او اپوزیسیون موافقه وکړه» په نوم خپاره شوي لومړني راپورونه وروستی وضعیت نه څرګندوي. دا د حکومت او اپوزیسیون ترمنځ د خبرو دویم پړاو و. په لومړي پړاو کي دواړو خواوو خپلې غوښتنې وړاندې کړې وې او پرېکړه شوې وه چې خبرې به بیا دوام کوي.
د مذاکراتو له ناکامېدو سره سم سهېل اپریدي د لانګ مارچ د لومړي پړاو تفصیل هم اعلان کړی دی. د هغه په وینا، لانګ مارچ د اکتوبر پر څلورمه د ماسپښین په یوه بجه د لکي مروت له ګنډي چوک څخه پیلېږي.
د ټانک، ډېره اسماعیل خان، سویلي وزیرستان، شمالي وزیرستان، بنو او لکي مروت ګډونوال به هلته له کاروان سره یوځای کېږي او د شپې تم ځای به یې د کرک په شاوخوا کي وي. د اکتوبر پر پنځمه به د کرک ګډونوال ورسره یوځای کېږي او کاروان به د کوهاټ پر لور ځي.
د اکتوبر پر شپږمه به د کوهاټ، هنګو، کرم او اورکزیو ګډونوال ورسره یوځای شي او کاروان به د پېښور پر لور حرکت کوي. د شپې تم ځای د متڼۍ په شاوخوا کي ټاکل شوی دی. د اکتوبر پر اوومه به کاروان له بډه بېر څخه روانېږي، د خیبر او پېښور ګډونوال به ورسره یوځای کېږي او د چارسدې انټرچېنج ته به رسېږي.
د اکتوبر پر اتمه به د چارسدې او مومندو ګډونوال ورسره یوځای کېږي او د خېبر پښتونخوا له بېلابېلو سیمو راغلي کسان به په خیراباد کي راټولېږي. سهېل اپریدي ویلي، له خیراباد څخه د لانګ مارچ د بل پړاو تفصیل به وروسته اعلان شي.
تر دې دمه نه تحریک انصاف د لانګ مارچ د ځنډولو اعلان کړی او نه د حکومت او اپوزیسیون د مذاکراتو د بل پړاو لپاره کومه نېټه ټاکل شوې ده.
د مذاکراتو دروازه په رسمي ډول نه ده تړل شوې، خو د اکتوبر څلورمې د سهار تر وروستیو معلوماتو لانګ مارچ پر خپل ځای دی او حکومت او اپوزیسیون د هغه د درولو لپاره وروستۍ موافقې ته نه دي رسېدلي.


شال نیوز