لاهور (شال نیوز) : د پاکستان د پخواني وزیراعظم او د تحریک انصاف د بنسټګر عمران خان خپلوان وايي، د هغه درې خویندو علیمه خان، ډاکټر عظمی خان او نورین نیازي د پنجاب صوبې د لاهور په کوټ لکپت زندان کې د نه خوړو احتجاج پیل کړی دی.

 

د عمران خان د تره زوی قاسم زمان ویلي، درې واړه له تېرو ۴۸ ساعتونو راهیسې خواړه نه خوري. د هغه په وینا، د لاهور های کورټ له حکم سره سره علیمه خان، عظمی خان او نورین نیازي ته د اړتیا وړ شیان نه دي رسول شوي.

 

قاسم زمان ویلي، معین قریشي ته هم د دوی د نه خوړو د احتجاج په اړه معلومات ورکړل شوي دي. نوموړي زیاته کړې چې د زندان کارکوونکو له درې واړو سره ناسم چلند کړی او له دې وروسته هغوی ورکړل شوي خوراکي توکي بېرته ستانه کړي دي.

 

د عمران خان درې واړه خویندې دا مهال په کوټ لکپت زندان کې ساتل کېږي.

 

د دوی د خپلوانو دا څرګندونې په خپلواکه توګه نه دي تایید شوې او د زندان ادارې تر اوسه د ۴۸ ساعته نه خوړو د احتجاج، د اړتیا وړ شیانو د نه رسولو او له هغوی سره د زندان د کارکوونکو د چلند په اړه جلا رسمي دریځ نه دی خپور کړی.