اسلام‌ اباد (شال نیوز) : د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق ویلي، په افغانستان کي د تلپاتې سولې او ثبات لپاره داسې پراخ‌بنسټه سیاسي جوړښت ته اړتیا ده چې د دغه هېواد د ټولنې بېلابېلې برخې پکي ونډه ولري.

 

محمد صادق د چهارشنبې، د سپټمبر ۳۰مې پر ورځ په اسلام‌اباد کي د افغانستان په اړه یوې غونډې ته وویل، افغانستان د جنوبي، منځنۍ او لوېدیځې اسیا ترمنځ پروت دی او هلته رامنځته کېدونکي بدلونونه د سیمې پر سوداګرۍ، امنیت او ثبات اغېز کوي.

 

هغه د طالبانو تر واک لاندې اوسنی سیاسي جوړښت محدود او د ټولنې د ټولو برخو استازیتوب نه کوونکی وباله. محمد صادق وویل، له عام ژوند څخه د ښځو پراخ ایستل د دغه وضعیت یوه څرګنده بېلګه ده.

 

د پاکستان ځانګړي استازي په افغانستان کي د وسله والو ډلو پر موجودیت هم اندېښنه څرګنده کړه. د هغه په وینا، هغه وسله والې ډلې چې په افغانستان کي فعالیت کوي، د دغه هېواد د ګاونډیانو او د پراخې سیمې لپاره مستقیم امنیتي ګواښ دی.

 

محمد صادق وویل، د ده په خبره، په کابل کي اوسني واکمنان د دې ستونزې کچه نه مني او داسې اقدامات یې هم نه دي کړي چې په خپلواکه توګه وکتل شي. هغه زیاته کړه چې پاکستان د دې وضعیت له امله له پولې پورې غاړې له زیاتېدونکو امنیتي ستونزو سره مخ دی او د منځنۍ اسیا هېوادونه هم د سرحدي ثبات په اړه اندېښنې لري.

 

هغه وویل، د افغانستان موضوع باید یوازې د دوو هېوادونو ترمنځ ستونزه ونه ګڼل شي، بلکې ملګري ملتونه، د اسلامي همکاریو سازمان او د شانګهای همکاریو سازمان باید د افغانستان د ستونزو د حل لپاره ګډ رول ولوبوي.

 

د طالبانو یو شمېر مخالفان په اسلام‌ اباد کې د افغانستان په اړه غونډه کې ګډون کوي
د طالبانو یو شمېر مخالفان په اسلام‌ اباد کې د افغانستان په اړه غونډه کې ګډون کوي
طاهر زهیر له نړۍ د طالبانو د وسله والو مخالفانو د ملاتړ غوښتنه وکړه
طاهر زهیر له نړۍ د طالبانو د وسله والو مخالفانو د ملاتړ غوښتنه وکړه

 

دا څرګندونې په داسې وخت کي شوې چې د پاکستان حکومت په وروستیو ورځو کي یو ځل بیا له طالبانو غوښتي چې په افغانستان کي د هغو وسله والو ډلو پر ضد د تایید وړ اقدامات وکړي چې پاکستان یې د خپلې خاورې پر ضد په بریدونو تورنوي. طالبان له پخوا دا تور ردوي چې ګنې د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پر ضد د بریدونو لپاره کارول کېږي.

 

د سپټمبر پر ۲۹مه د پاکستان د اطلاعاتو وزیر عطاالله تارړ هم په اسلام‌اباد کي د افغانستان په اړه یوې غونډې ته ویلي وو چې د افغانستان خلک باید په سیاسي پرېکړو کي غږ ولري او د خپلو اساسي حقونو د کارولو زمینه ورته برابره شي.

 

په اسلام‌اباد کي روانه غونډه د «افغانستان ستونزمن وضعیت او د سولې لار» تر عنوان لاندې جوړه شوې او د افغانستان د پخواني حکومت یو شمېر سیاسي څېرې او د طالبانو مخالفان هم پکي ګډون لري. طالبانو تر دې دمه د محمد صادق د چهارشنبې د ورځې د دغو تازه څرګندونو په اړه ځانګړی غبرګون نه دی خپور کړی.