اسلام اباد (شال نیوز) : د افغانستان د پخواني حکومت یو شمېر سیاسي څېرې او د طالبانو مخالفان د پاکستان په پلازمېنه اسلاماباد کې د افغانستان د وضعیت او سولې په اړه په یوه نړیواله غونډه کې ګډون کوي.
غونډه د «افغانستان ستونزمن وضعیت او د سولې لار» تر عنوان لاندې د نړیوال پارلماني کانګرس له خوا جوړه شوې ده. دغه بنسټ په ۲۰۱۹ کال کې د پاکستان د سنا د یوه پرېکړهلیک له مخې جوړ شوی او وايي چې د بېلابېلو هېوادونو د پارلمان غړي د نړیوالو او سیمهییزو مسلو د خبرو لپاره سره راټولوي.
په غونډه کې د افغانستان د تېر جمهوري نظام د ولسي جرګې پخواني غړي امانالله پیمان او طاهر زهیر هم ګډون لري. د غونډې جوړوونکي وايي، بحثونه د افغانستان پر امنیتي، اقتصادي او بشري وضعیت، د پولو پر امنیت، د سوداګرۍ او ټرانزیټ پر خنډونو او له سیمې سره د افغانستان پر اړیکو راڅرخي.
د نړیوال پارلماني کانګرس عمومي منشي ستارې ایاز ویلي، د افغانستان سوله یوازې پر دغه هېواد نه، بلکې پر پاکستان، د منځنۍ اسیا پر هېوادونو، روسیې او ټولې سیمې اغېز لري. د کانګرس رسمي معلومات هم ستاره ایاز د دې ادارې عمومي منشي معرفي کوي.
د هغې په وینا، د روسیې، تاجکستان، چین او یو شمېر نورو هېوادونو استازو په غونډه کې خپل نظرونه شریک کړي دي. د پاکستان له خوا ماریه سلطان او یو شمېر نورو کسانو هم ګډون کړی دی.
د پاکستان د اطلاعاتو وزیر عطاالله تارړ د غونډې په پیل کې پر افغان طالبانو نیوکه وکړه او ویې ویل، د افغانستان واکمن حکومت باید د یوه وسله وال تحریک پر ځای د یوه دولت په توګه فکر او عمل وکړي.
تارړ وویل، پاکستان او افغانستان ګاونډیان دي او ژورې اړیکې لري، خو د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې په تېرو کلونو کې له ستونزو سره مخامخې شوې دي. د هغه په وینا، اسلاماباد د خبرو له لارې د ستونزو د هواري هڅې کړې، خو د سولې لپاره د دواړو خواوو اراده ضروري ده.
د غونډې جوړوونکي وايي، سیاستوال، پخواني پارلماني غړي، دیپلوماتان، څېړونکي او د سیمې د چارو پوهان یې هم وربللي، څو د افغانستان د روان وضعیت او د سولې او ثبات پر ممکنه لارو خبرې وکړي.


شال نیوز