اسلام‌ اباد (شال نیوز) : د «جمهوریت جبهې» مشر او د افغانستان په تېر جمهوري نظام کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست ،طاهر زهیر، په اسلام‌ اباد کې یوې غونډې ته ویلي، نړیواله ټولنه دې د طالبانو پر وړاندې د جګړې او د وسله والو ډلو پر ضد د مبارزې لپاره د طالبانو د مخالفانو ملاتړ وکړي.

 

زهیر دا څرګندونې د «افغانستان وضعیت او د سولې پر لور لار» تر عنوان لاندې غونډه کې کړې دي. په دې غونډه کې د پاکستان د حکومت چارواکو، افغان سیاسي څېرو، څېړونکو او د سیمې د هېوادونو استازو ګډون کړی دی.

 

زهیر په خپله وینا کې طالبان «ترهګره ډله» وبلله او ویې ویل چې ،د ده په اند، د طالبانو واکمني نه یوازې افغانستان، بلکې د سیمې امنیت ته هم ګواښ دی. طالبانو تر دې وړاندې دا ډول تورونه رد کړي او وايي، د افغانستان خاوره به د بل هېواد پر ضد نه کارول کېږي.

 

طاهر زهیر وویل، طالبان د افغانستان دولتي سرچینې د خپلو مخالفانو د ځپلو لپاره کاروي او پر کورنیو رسنیو یې محدودیتونه لګولي دي. هغه د ښځو او نجونو پر زده‌ کړو، کار او ټولنیز ژوند محدودیتونو ته هم اشاره وکړه او ویې ویل چې افغان ښځې او نجونې له خپلو اساسي حقونو بې برخې شوې دي.

 

زهیر وویل:

 

«هغه اور چې طالبانو نن په افغانستان کې بل کړی، که مهار نه شي، یوه ورځ به له افغانستانه هاخوا سیمې او نړۍ ته هم وغځېږي.»

 

نوموړي وویل، د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د افغانستان یو شمېر ګاونډیان له امنیتي ستونزو سره مخ شوي دي. هغه پاکستان د بېلګې په توګه یاد کړ او ویې ویل چې دغه هېواد د نورو ګاونډیو په پرتله ډېر زیان لیدلی دی.

 

د پاکستان حکومت هم په وروستیو کلونو کې په دغه هېواد کې د وسله والو بریدونو د زیاتېدو پړه پر هغو وسله والو اچولې چې د اسلام‌ اباد په وینا په افغانستان کې پټنځایونه لري. طالبان دا تور ردوي او وايي، د پاکستان امنیتي ستونزې د دغه هېواد کورنۍ مسئله ده.

 

د پاکستان د اطلاعاتو او خپرونو وزیر عطاالله تارړ هم د سپټمبر پر ۲۹مه د همدې غونډې په پرانیستونکې وینا کې پر طالبانو نیوکه کړې وه. هغه ویلي وو چې د افغانستان واکمن باید «د یوه وسله وال تحریک پر ځای د یوه دولت په توګه» چلند وکړي.

 

تارړ ویلي وو، پاکستان له طالبانو سره د ستونزو د خبرو له لارې د حل هڅه کړې، خو د وسله والو ډلو فعالیت د دواړو خواوو د اړیکو د ښه کېدو پر وړاندې لوی خنډ دی.

 

د طالبانو یو شمېر مخالفان په اسلام‌ اباد کې د افغانستان په اړه غونډه کې ګډون کوي
د طالبانو یو شمېر مخالفان په اسلام‌ اباد کې د افغانستان په اړه غونډه کې ګډون کوي

 

په وروستیو میاشتو کې د طالبانو یو شمېر سیاسي او وسله وال مخالفان پاکستان ته تللي دي. په همدې موده کې د کابل او اسلام‌اباد اړیکې هم ترینګلې شوې دي.

 

طالبانو پاکستان تورن کړی چې د دوی مخالفانو ته زمینه برابروي، خو پاکستان وايي، د افغانستان د سیاسي راتلونکي په اړه غونډو کې ګډون د طالبانو د مخالفانو د وسله وال ملاتړ معنا نه لري.

 

«جمهوریت جبهه» د طالبانو یوه نوې وسله واله مخالفه ډله ده چې مشري یې طاهر زهیر کوي. دې ډلې په وروستیو اوونیو کې په کابل او د افغانستان په مرکزي سیمو کې د طالبانو پر ځواکونو د یو شمېر بریدونو مسوولیت منلی دی. د دغو بریدونو د مرګ‌ ژوبلې په اړه د جبهې ځینې څرګندونې له خپلواکو سرچینو نه دي تایید شوې.