نورستان (شال نیوز) : په نورستان کې د کامدېش تر جګړې وروسته د طالبانو له خوا نیول شوي یو شمېر کسان وايي، دوی د افغانستان د ازادۍ جبهې د مشر جنرال یاسین ضیا له خوا د جګړې لپاره استول شوي وو.

 

دا کسان په هغو ویډیوګانو کې خبرې کوي چې د طالبانو او هغوی ته نږدې رسنیو خپرې کړې دي. په ویډیوګانو کې ځینې نیول شوي کسان وايي، له ایران څخه پاکستان ته تللي، هلته چترال ته لېږدول شوي او وروسته له هغه ځایه د افغانستان نورستان ته داخل شوي دي.

 

دوی دا څرګندونې د طالبانو په حراست کې کړې دي. په خپلواکه توګه دا نه ده معلومه شوې چې ویډیوګانې په کومو شرایطو کې ثبت شوې او ایا نیول شویو کسانو په خپله خوښه خبرې کړې دي که نه.

 

افغانستان : د طالبانو دفاع وزارت په کامدېش کې د ۲۸ وسله والو د وژلو او ۳۲ نورو د نیولو خبر ورکړی
افغانستان : د طالبانو دفاع وزارت په کامدېش کې د ۲۸ وسله والو د وژلو او ۳۲ نورو د نیولو خبر ورکړی

 

د طالبانو د نورستان د پولیسو ویاند محمد حسن ثاقب ویلي، شاوخوا ۴۰۰ وسله والو د پاکستان له لوري افغانستان ته د داخلېدو هڅه کړې وه او ورسره جګړه شوې ده.

 

د طالبانو دفاع وزارت بیا ویلي چې په کامدېش کې یې د عملیاتو پر مهال ۲۸ کسان وژلي او ۳۲ نور یې ژوندي نیولي دي. وزارت وايي، په دغو کسانو کې د افغانستان د پخواني حکومت د امنیتي ځواکونو غړي هم شامل وو.

 

طالبانو تور لګولی چې د پاکستان استخباراتي ادارو د پخواني افغان حکومت یو شمېر پوځي کسان د بهرنیو هېوادونو د پناه او د لوړو معاشونو په ژمنو پاکستان ته وربللي وو. د طالبانو په وینا، دغه کسان وروسته په پاکستان کې روزل شوي او د نورستان له لارې افغانستان ته استول شوي دي.

 

په خپرو شویو ویډیوګانو کې هم ځینې نیول شوي کسان وايي چې له ایران څخه پاکستان ته تللي او له چترال وروسته نورستان ته داخل شوي دي.

 

پاکستان د طالبانو دا تورونه رد کړي دي. د پاکستان د اطلاعاتو وزارت ویلي، د پاکستان پوځ او استخباراتي ادارو نه د پخواني افغان حکومت امنیتي کسان د جګړې لپاره استخدام کړي او نه یې روزلي دي. پاکستان له طالبانو غوښتي چې د خپلو تورونو په اړه شواهد وړاندې کړي.

 

د کامدېش د جګړې په اړه د افغانستان د ازادۍ جبهه بیا بېل بیان لري. جبهې ویلي، جګړه د شنبې، د سپټمبر ۲۶مې پر سهار هغه مهال پیل شوه چې طالبانو د ځمکنیو ځواکونو او ډرونونو په وسیله د دوی پر کسانو برید وکړ. جبهه وايي، وروسته یې ځوابي برید وکړ او په کامدېش او د کونړ په ناړۍ ولسوالۍ کې یې د طالبانو یو شمېر پوستې ونیولې.

 

د پنجشېر والي: د طالبانو له نظام څخه د دفاع لپاره زرګونه «فدایان» چمتو دي
د پنجشېر والي: د طالبانو له نظام څخه د دفاع لپاره زرګونه «فدایان» چمتو دي

 

د ازادۍ جبهې ویلي چې په جګړه کې یې پنځه طالبان وژلي او لس نور یې ژوبل کړي دي. طالبانو بیا ویلي چې جګړه پای ته رسېدلې او کامدېش د دوی په واک کې دی. د دواړو خواوو د مرګ‌ژوبلې او د سیمو د نیولو ادعاوې په خپلواکه توګه نه دي تایید شوې.

 

طالب چارواکو په پیل کې ویلي وو چې په جګړه کې ۲۱ کسان وژل شوي، خو وروسته د طالبانو دفاع وزارت د وژل شویو شمېر ۲۸ اعلان کړ. د نیول شویو شمېر یې ۳۲ ښودلی دی.

 

په هغو ویډیوګانو کې چې له جګړې وروسته خپرې شوې، لږ تر لږه ۲۳ نیول شوي کسان یو ځای هم لیدل کېږي. هغوی ځانونه د افغانستان د بېلابېلو ولایتونو اوسېدونکي معرفي کوي.

 

جنرال یاسین ضیا څوک دی؟

 

جنرال محمد یاسین ضیا د افغانستان د پخواني جمهوري حکومت له لوړپوړو پوځي چارواکو څخه و. هغه د افغان پوځ لوی درستیز او د دفاع وزارت سرپرست پاتې شوی دی.

 

د طالبانو له واکمنېدو وروسته هغه د افغانستان د ازادۍ جبهې له مشرانو شو. دغه جبهه له ۲۰۲۱ کال وروسته د طالبانو پر ضد د وسله والو بریدونو مسوولیتونه اخلي.

 

افغانستان : نورستان کې د طالبانو له خوا د مخالفو جبهاتو د کسانو د نیولو دعوه
افغانستان : نورستان کې د طالبانو له خوا د مخالفو جبهاتو د کسانو د نیولو دعوه
مجاهد : د روانو پېښو پر وړاندې مو ګامونه سنجول شوي او پرېکنده دي
مجاهد : د روانو پېښو پر وړاندې مو ګامونه سنجول شوي او پرېکنده دي

 

د کامدېش وروستۍ جګړه په وروستیو کلونو کې په نورستان کې د طالبانو او یوې مخالفې وسله والې ډلې ترمنځ له مهمو نښتو څخه ده.

 

د طالبانو چارواکي وايي شاوخوا ۴۰۰ کسان له پاکستانه د نورستان پر لور ورغلي وو، خو تر اوسه داسې خپلواک شواهد نه دي خپاره شوي چې د دې شمېر، د ټولو کسانو د هویت او یا د هغوی د تګ لارې پخلی وکړي.

 

د افغانستان د ازادۍ جبهې منلې چې کسان یې په کامدېش کې له طالبانو سره جنګېدلي، خو تر اوسه یې د طالبانو په حراست کې د هغو کسانو د نویو څرګندونو په اړه چې وايي جنرال یاسین ضیا استولي وو، تفصیلي ځواب نه دی ورکړی.