نورستان (شال نیوز) : په ټولنیزو رسنیو کې د طالبانو ځینو ملاتړو کاروونکو یوه ویډیو خپره کړې او ادعا یې کړې چې د نورستان په ولایت کې طالب ځواکونو د حکومت د مخالفو جبهاتو اړوند یو شمېر کسان نیولي دي.
په خپره شوې ویډیو کې د نورستان د طالبانو د پولیسو قوماندان له یوه ځوان څخه پوښتنې کوي. په ویډیو کې له دغه کس سره وسله نه لیدل کېږي او هغه وایي چې له ایران څخه نورستان ته انتقال شوی دی.
تر اوسه په خپلواکه توګه نه ده تایید شوې چې په ویډیو کې ښودل شوی کس څوک دی او یا له کومې ډلې سره تړاو لري.
د افغانستان د مقاومت جبهې او د افغانستان د آزادۍ جبهې تر دې وړاندې ویلي وو چې نیول شوي کسان سیلانیان او له هېواده ایستل شوي کډوال دي او له دغو جبهاتو سره هېڅ ډول تړاو نه لري.
د نورستان د کامدېش ولسوالۍ په تېرو دوو ورځو کې د طالبانو او د هغوی د مخالفو وسله والو ډلو ترمنځ د نښتو راپورونه هم ورکړل شوي دي.
تر اوسه طالبانو په رسمي ډول د دغو کسانو د هویت او د نیولو د څرنګوالي په اړه بشپړ معلومات نه دي خپاره کړي.


شال نیوز