پنجشیر (شال نیوز) : د طالبانو د پنجشېر والي محمد اغا حکیم وايي، د طالبانو له نظام څخه د دفاع لپاره «زرګونه فدایان او استشهادیان» او د دوی په وینا مجاهد ځوانان چمتو دي. ښاغلي حکیم دا څرګندونې د حصه اول ولسوالۍ په یوه غونډه کې د نورستان د وروستیو پېښو په غبرګون کې کړې دي.

 

هغه وویل:

 

«نن لسګونه برابره ډېر امکانات او زرګونه فدایان او استشهادیان او مجاهد ځوانان او ملت لرو او له دغه اسلامي نظام څخه د دفاع لپاره چمتو دي چې خپل ځانونه قربان کړي.»

 

د طالبانو دغه چارواکي د خپلو خبرو په یوه برخه کې پر هغو کسانو هم نیوکه وکړه چې د ده په وینا له هېواده بهر تللي او د طالبانو د نظام پر وړاندې فعالیت کوي.

 

محمد اغا حکیم ادعا وکړه چې «څو تښتېدلي غلامان» د پنجاب په لارښوونه د طالبانو د نظام د تخریب هڅه کوي، خو ویې ویل چې دا هڅې به ناکامې شي.

 

هغه همداراز وویل چې د ده په وینا د اسلام او افغانستان دښمنان هڅه کوي چې د افغانستان دایمي دښمنانو په همکارۍ جګړه یو ځل بیا هېواد ته راولي.

 

د پنجشېر والي ټینګار وکړ چې اوسنی وضعیت د پخواني جمهوري نظام په څېر نه دی او د طالبانو حکومت به د افغانستان د خاورې له «هرې لوېشتې» دفاع وکړي.

 

خو ښاغلي حکیم دا روښانه نه کړه چې د «اسلام دښمنان» او «د افغانستان دایمي دښمنان» څوک دي. هغه له خلکو هم وغوښتل چې خپل ځوانان د هغو څه په اړه، چې ده «د متجاوزو هېوادونو پروژې» بللې، پوهاوی ورکړي.

 

د روانې تلې میاشتې په څلورمه د افغانستان د ازادۍ جبهې ادعا وکړه چې د نورستان په کامدېش ولسوالۍ کې یې یو شمېر طالبان وژلي او ځینې پوستې یې نیولې دي.

 

طالبانو بیا دغه ادعا رد کړې او ویلي یې دي چې په کامدېش کې یې د عملیاتو پر مهال ۲۸ وسله‌وال مخالفین وژلي او ۳۲ نور یې نیولي دي.

 

افغانستان : د طالبانو دفاع وزارت په کامدېش کې د ۲۸ وسله والو د وژلو او ۳۲ نورو د نیولو خبر ورکړی
افغانستان : د طالبانو دفاع وزارت په کامدېش کې د ۲۸ وسله والو د وژلو او ۳۲ نورو د نیولو خبر ورکړی
افغانستان : کامدېش کې جګړه؛ حمید خراساني د مخالفو جبهو پر مشرانو نیوکې کړې
افغانستان : کامدېش کې جګړه؛ حمید خراساني د مخالفو جبهو پر مشرانو نیوکې کړې

 

د طالبانو د دفاع وزارت دغه کسان «داعش فتنه‌ګر» او «د شر او فساد عناصر» بللي او ویلي یې دي چې پاتې وسله‌وال بېرته پاکستان ته اوښتي دي.

 

د افغانستان ازادۍ جبهې تر اوسه د طالبانو د دفاع وزارت د دغو څرګندونو په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی. پاکستان بیا د طالبانو دا ادعا رد کړې او بې‌بنسټه یې بللې ده.

 

د دواړو لورو د ادعاوو په اړه د خپلواکو سرچینو له خوا د مرګ‌ژوبلې او د سیمې د کنټرول د بدلون بشپړ تایید تر اوسه نه دی شوی.