نورستان (شال نیوز) : د طالبانو یو غړي حمید خراساني د نورستان په کامدېش ولسوالۍ کې د طالبانو او د افغانستان د ازادۍ جبهې ترمنځ له جګړې وروسته د مخالفو وسله والو جبهو پر مشرانو سختې نیوکې کړې دي.
خراساني په یوه خپره شوې ویډیو کې ویلي، هغه کسان چې د طالبانو پر ضد د وسله والې مبارزې مشري کوي، له افغانستانه بهر ژوند کوي، خو د ده په وینا د جګړې لپاره د بې وزلو کورنیو ځوانان افغانستان ته استوي.
هغه ادعا کړې چې په کامدېش کې نیول شویو وسله والو په پاکستان کې روزنه ترلاسه کړې وه. خراساني د مخالفو جبهو مشران تورن کړي چې په پاکستان، ایران، تاجیکستان او لویدیځو هېوادونو کې له خپلو کورنیو سره ژوند کوي، خو نور کسان جګړې ته استوي.
د خراساني دا خبرې او په ځانګړي ډول په پاکستان کې د نیول شویو کسانو د روزنې ادعا په خپلواکه توګه نه ده تایید شوې.
د طالبانو اړوندو سرچینو هم ویډیوګانې او انځورونه خپاره کړي او ادعا یې کړې چې د کامدېش په جګړه کې یې لسګونه مخالف وسله وال وژلي، نیولي یا یې تسلیمېدو ته اړ کړي دي. ځینو دغو سرچینو ویلي چې وسله وال له پاکستانه د ډیورنډ کرښې له لارې سیمې ته داخل شوي وو.
خو د افغانستان د ازادۍ جبهه د جګړې په اړه بل روایت وړاندې کوي. دغې جبهې ویلي چې نښتې د شنبې، د سپټمبر ۲۶مې په سهار هغه مهال پیل شوې چې طالبانو په کامدېش کې د دوی پر سنګرونو د ځمکنیو ځواکونو او بېپیلوټه الوتکو په وسیله بریدونه وکړل.
د ازادۍ جبهې په وینا، د دوی ځواکونو وروسته ځوابي بریدونه وکړل، د طالبانو څو پوستې یې ونیولې او د ارندو له سیمې او د کامدېش او د کونړ د ناړۍ له ځینو برخو یې طالبان شاته کړل. دغې جبهې وروسته ادعا وکړه چې لږ تر لږه پنځه طالبان وژل شوي او لس نور ژوبل شوي دي.
د طالبانو اړوندو سرچینو بیا ویلي چې په جګړه کې یې ۲۲ مخالف وسله وال وژلي، ۲۲ یې نیولي او شاوخوا ۵۰ نورو د تسلیمېدو چمتووالی ښودلی دی. د دواړو خواوو د مرګ ژوبلې، نیول شویو کسانو او د سیمو د کنټرول ادعاوې تر اوسه په خپلواکه توګه نه دي تایید شوې.
د یکشنبې، د سپټمبر ۲۷مې تازه راپورونه ښيي چې د کامدېش د جګړې په اړه د دواړو خواوو متضاد روایتونه لا هم روان دي.


شال نیوز