نورستان (شال نیوز) : د افغانستان د ازادۍ جبهه وايي، د نورستان ولایت په کامدېش ولسوالۍ کي یې له طالبانو سره جګړه پیل شوې او د نښتو په ترڅ کي یې د طالبانو څو امنیتي پوستې نیولې دي. د جبهې د دغو ادعاوو خپلواک تایید تر اوسه نه دی شوی.
د ازادۍ جبهې د شنبې، د سپټمبر ۲۶مې، د تلې ۴مې په یوه خبرپاڼه کي ویلي، نښتې سهار وختي هغه مهال پیل شوې چې د طالبانو ځواکونو د دوی پر سنګرونو ځمکني او د بېپیلوټه الوتکو بریدونه وکړل.
جبهه وايي، ځواکونو یې د طالبانو بریدونه پر شا وتمبول او وروسته یې له څو لوریو ځوابي بریدونه پیل کړل. د جبهې په وینا، په دغو نښتو کي د طالبانو څو امنیتي پوستې د دوی لاس ته ورغلې دي.
د ازادۍ جبهې دا ادعا هم کړې چې د طالبانو ځواکونه د کامدېش له ځینو سیمو، د ارندو له سیمې او د کونړ د ناړۍ ولسوالۍ له ځینو برخو شاته شوي دي. تر اوسه د نیول شویو پوستو شمېر او دقیق ځایونه نه دي په خپلواکه توګه تایید شوي.
طالبانو تر دې دمه د ازادۍ جبهې د دغو ادعاوو په اړه رسمي اعلامیه نه ده خپره کړې. خو طالب پلوه رسنیو د طالبانو د استخباراتي سرچینو له قوله ویلي چې په نورستان کي نښتې شوې او د دوی په وینا، یوه «لویه دسیسه» شنډه شوې ده. د دې ادعا جزیات هم په خپلواکه توګه نه دي تایید شوي.
کامدېش د نورستان یوه غرنۍ او سرحدي ولسوالي ده چې د کونړ له ناړۍ او د پاکستان له چترال سره نږدې پرته ده. په تېرو میاشتو کي کامدېش او برګمټال د پاکستاني او طالب ځواکونو د سرحدي نښتو له امله هم اغېزمن شوي وو او د سیمې د تګ راتګ لارې د اوږدې مودې لپاره تړل شوې وې.
د افغانستان د ازادۍ جبهې تر دې وړاندې هم په نورستان کي د طالبانو پر ضد د بریدونو خبر ورکړی دی. د اګست په میاشت کي دې جبهې ویلي وو چې په دوآب ولسوالۍ کي یې پر یوه طالب مرکز برید کړی؛ هغه مهال هم د مرګژوبلې ادعا په خپلواکه توګه نه وه تایید شوې.
شال نیوز د کامدېش د روانو نښتو د مرګژوبلې، د نیول شویو پوستو او د سیمې د کنټرول په اړه د دواړو خواوو ادعاوې په خپلواکه توګه نه شي تاییدولی.


شال نیوز