نورستان (شال نیوز) : د نورستان د کامدېش ولسوالۍ په ځینو سیمو کې د طالبانو د دفاع وزارت د ځواکونو او وسله والو ترمنځ د عملیاتو راپورونه خپاره شوي، خو د مرګژوبلې او نیول شویو کسانو په اړه خپرې شوې شمېرې تر اوسه په رسمي او خپلواکه توګه نه دي تایید شوي.
په ټولنیزو رسنیو او ځینو افغان رسنیو کې د سرچینو له قوله ویل شوي چې د طالبانو ځانګړو ځواکونو په سیمه کې د وسله والو پر ضد عملیات کړي دي. په دغو راپورونو کې ادعا شوې چې ۲۲ وسله وال وژل شوي، ۲۲ نور نیول شوي او ۱۵ کسانو وسلې ایښې دي. دغه راز ویل شوي چې شاوخوا ۵۰ نور کسان هم تسلیمېدو ته چمتو شوي دي.
شال نیوز تر دې تازه پلټنې پورې د دغو شمېرو خپلواک تایید نه دی موندلی او د طالبانو دفاع وزارت هم د ۲۲ وژل شویو، ۲۲ نیول شویو او ۱۵ تسلیم شویو کسانو په اړه بشپړ رسمي بیان نه دی خپور کړی.
ځینو سرچینو دا ادعا هم کړې چې په عملیاتو کې په نښه شوي کسان د پاکستان له چترال څخه د ډیورنډ کرښې له لارې نورستان ته ورغلي وو او په هغوی کې پاکستانی وسله وال او د داعش غړي هم شامل وو. د دغې ادعا خپلواک پخلی هم نه دی شوی.
په ټولنیزو رسنیو کې د پېښې په نوم ځینې ویډیوګانې او انځورونه هم خپاره شوي، خو د ټولو د ثبت ځای، وخت او اصليت لا نه دی تثبیت شوی.
کامدېش د نورستان په ختیځ کې د ډیورنډ کرښې او د پاکستان د چترال سیمې ته نږدې پرته ولسوالي ده. په وروستیو میاشتو کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د نښتو له امله د کامدېش او برګمټال لارې هم اغېزمنې شوې وې.
شال نیوز د دې پېښې د رسمي جزیاتو او د خپرو شویو شمېرو د تایید هڅه کوي.


شال نیوز