کابل (شال نیوز) : د طالبانو دفاع وزارت وايي، د نورستان په کامدېش ولسوالۍ کي یې د هغو وسله والو پر ضد عملیات کړي چې د وزارت په وینا له پاکستانه افغانستان ته اوښتي وو. وزارت وايي، په جګړه کي ۲۸ کسان وژل شوي او ۳۲ نور ژوندي نیول شوي دي.
د یکشنبې، د سپټمبر ۲۷مې په خپره شوې خبرپاڼه کي دفاع وزارت ویلي، په دغو کسانو کي د داعش غړي او د طالبانو د مخالفو وسله والو ډلو کسان شامل وو.
وزارت تور لګولی چې دغو کسانو د پاکستاني ځواکونو په ملاتړ د ډیورنډ کرښې له هغې غاړې د کامدېش له لارې افغانستان ته ننوتلي وو او غوښتل یې په سیمه کي وسله وال فعالیتونه وکړي.
دفاع وزارت دا هم ویلي چې له جګړې وروسته د وسله والو یو شمېر نور کسان بېرته د کرښې هغې غاړې ته اوښتي دي.
وزارت ادعا کړې چې د دغو وسله والو ډېری کسان د افغانستان د پخواني حکومت د امنیتي ځواکونو غړي وو او د پاکستان استخباراتو د پیسو او نورو هېوادونو ته د استولو په ژمنو جذب کړي وو.
د طالبانو دفاع وزارت پاکستان تورن کړی چې په افغانستان کي د ناامنۍ د رامنځته کولو لپاره د داعش او نورو وسله والو ډلو ملاتړ کوي او ویلي یې دي چې د کامدېش پېښه د سیمې د ناامنه کولو د هڅو یوه برخه ده.
پاکستان تر اوسه د طالبانو د دفاع وزارت دې تازه تورونو ته ځواب نه دی ویلی. رویټرز هم ویلي چې د پاکستان پوځ او د اطلاعاتو وزارت یې د نظر غوښتنې ته سمدستي ځواب نه و ورکړی.
د طالبانو د دفاع وزارت له خوا د ۲۸ کسانو د وژل کېدو او ۳۲ نورو د نیول کېدو شمېرې هم تر اوسه په خپلواکه توګه نه دي تایید شوې.
بل لور ته د افغانستان د ازادۍ جبهې د شنبې، د سپټمبر ۲۶مې د جګړې په اړه بل روایت وړاندې کړی و. دغې جبهې ویلي وو چې د دوی کسان په کامدېش کي له طالبانو سره په جګړه بوخت وو او ادعا یې کړې وه چې ځینې پوستې یې نیولې دي.
د طالبانو دفاع وزارت بیا په خپله تازه خبرپاڼه کي د مخالفو وسله والو ترڅنګ د داعش د غړو د موجودیت خبره هم کړې ده.
تر اوسه داسې خپلواک معلومات نشته چې د جګړې د ټولو ښکېلو کسانو هویت، د هغوی شمېر او دا چې له کوم ځایه کامدېش ته داخل شوي وو، په جلا توګه تایید کړي.


شال نیوز