کابل (شال نیوز) : د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، د روانو پېښو پر وړاندې د دوی ګامونه «سنجول شوي، جدي او پرېکنده» دي.
مجاهد د یکشنبې، د سپټمبر ۲۷مې پر ورځ پر خپله اېکس پاڼه لیکلي چې په خبره یې، هغه افغانان چې روان وضعیت ته «واقعبینانه» ګوري، د حالاتو په سمه توګه درک کولی شي.
هغه د طالبانو د امنیتي او دفاعي ځواکونو ستاینه کړې او ویلي یې دي چې د دغو ځواکونو ملاتړ د ټولو ګډ مسوولیت دی. مجاهد ویلي: «راتلونکی او تاریخ به پر دغو ځواکونو ویاړي.»
د طالبانو ویاند په خپل بیان کي دا نه دي روښانه کړي چې د «روانو پېښو» اشاره یې په مشخص ډول کومو پېښو ته ده.
دا څرګندونې په داسې وخت کي شوې چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ کړکېچ زیات شوی او په وروستیو ورځو کي د ډیورنډ کرښې په ځینو سیمو کي د دواړو خواوو ترمنځ د ډزو او پوځي اقداماتو راپورونه ورکړل شوي دي.
مجاهد په دې بیان کي د کوم نوي پوځي اقدام یا د مرګژوبلې په اړه معلومات نه دي ورکړي.


شال نیوز