واشنګټن : په امریکا کې د پاکستان پخواني سفیر ،حسین حقاني، د خیبر پښتونخوا په کوهاټ کې د پولیسو پر مرکز د خونړي برید په غبرګون کې ویلي، په دې پېښه کې شوې مرګ ژوبله د پاکستان د تېرو ناسمو تګلارو پایله ده.
حقاني د برید په اړه ،د سپتمبر په ۲۰مه، په خپلو څرګندونو کې د پاکستان پر پخوانیو امنیتي او سیمه ییزو تګلارو نیوکه کړې او ویلي یې دي چې د وسله والو ډلو په اړه د تېرو لسیزو پرېکړو پاکستان ته درانه زیانونه اړولي دي.
د کوهاټ په پخواني پولیس لاینز کې د سپتمبر پر ۱۸مه لومړی له چاودېدونکو توکو ډک موټر وچاودېد او ورپسې وسله وال ودانۍ ته ننوتل. د پولیسو او امنیتي ځواکونو عملیات شاوخوا ۲۱ ساعته روان وو.
د پولیسو او ترهګرۍ ضد ادارې د سپتمبر ۲۰مې د معلوماتو له مخې، په برید کې ۲۳ کسان وژل شوي چې ۱۷ یې پولیس او شپږ ملکي کسان دي. چارواکي وايي، د عملیاتو پر مهال اته بریدګر هم وژل شوي دي.
د برید ذمه واري اتحادالمجاهدین په نوم ډلې منلې ده. پاکستاني چارواکي دا ډله د حافظ ګل بهادر له ډلې سره تړلې بولي.
د پاکستان حکومت وايي، په افغانستان کې د وسله والو مرکزونه د پاکستان امنیت ته ګواښ دی او له طالبانو غواړي چې د دغو ډلو پر ضد اقدام وکړي.
د طالبانو حکومت بیا په وار وار ویلي چې د افغانستان خاوره به د بل هېواد پر ضد نه کارول کېږي او د پاکستان امنیتي ستونزې د دغه هېواد کورنۍ مسئله ده.


شال نیوز