کابل : د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند ،عبدالقهار بلخي، وايي، چې حکومت یې غواړي له امریکا او د نړۍ له نورو هېوادونو سره رسمي ډیپلوماتیکې اړیکې ولري او افغانستان د نړیوالو هېوادونو د ډیپلوماتیک شتون او اقتصادي همکارۍ لپاره پرانیستی دی.
بلخي ،د سپتمبر په ۱۶مه، له سي بي اېس نیوز سره په یوه مرکه کې ویلي، د دوحې د تړون له مخې د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته باید د افغانستان او امریکا اړیکې عادي شوې وای او امریکا د افغانستان په بیا رغونه کې برخه اخیستې وای. هغه وویل، دا دریځ لا هم نه دی بدل شوی.
بلخي وویل، که امریکا وغواړي، په افغانستان کې خپل ډیپلوماتیک شتون بېرته پېلولی او په اقتصادي او پرمختیايي پروژو کې برخه اخیستلی شي. د افغانستان د مرکزي بانک د کنګل شویو شتمنیو په اړه بلخي وویل، دا پیسې د افغانستان دي او ،د ده په وینا، د دغو شتمنیو کنګل ساتل نه د افغانانو او نه هم د نړیوال مالي نظام په ګټه دي.
هغه د امریکا د هغو پوځي وسایلو او تجهیزاتو په اړه هم خبرې وکړې چې په ۲۰۲۱م کال کې د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته په افغانستان کې پاتې شول. بلخي وویل، طالبان د افغانستان پر بانکي شتمنیو او پوځي وسایلو د معاملې نیت نه لري.
د سي بي اېس خبریال ،امتیاز طیب، د نجونو د زده کړو د بندیز موضوع هم راپورته کړه. بلخي وویل، له شپږم ټولګي پورته د نجونو رسمي ښوونځي ځنډول شوي، خو ،د ده په وینا، نجونې په کور، انلاین او مدرسو کې زده کړې کولی شي. هغه وویل، په کور کې زده کړه منع شوې نه ده.
په افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي لا هم تړلي دي او ښځې او نجونې پوهنتونونو ته هم د تګ اجازه نه لري. بلخي همداراز وویل چې د افغانستان خاوره به د امریکا یا بل کوم هېواد پر ضد د برید لپاره نه کارول کېږي او د طالبانو حکومت له نړیوالې ټولنې سره د اړیکو او همکارۍ پراخول غواړي.
امریکا د ۲۰۲۱م کال په اګست کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته په کابل کې خپل سفارت وتاړه او تر اوسه یې د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.


شال نیوز