د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي وايي، په افغانستان کي د نجونو له شپږم ټولګي پورته زدهکړې "تر بلې خبرتیا پورې" ځنډول شوې دي، خو د ده په وینا، په ښوونځیو او دیني مدرسو کي له درې میلیونو ډېرې نجونې زدهکړې کوي.
متقي له بيبيسي سره په مرکه کي د نجونو او ښځو په اړه د طالبانو پر تګلارې د نیوکو په جواب کي ویلي چې دا سمه نه ده چې ګنې د ښځو لپاره هر څه بند شوي دي.
بيبيسي له متقي څخه د یونیسف د هغو شمېرو په اړه پوښتنه کړې چې وايي په افغانستان کي شاوخوا دوه اعشاریه شپږ میلیونه نجونې له شپږم ټولګي پورته ښوونځیو ته له تلو پاتې دي.
متقي په جواب کي ویلي چې دا مهال له درې میلیونو ډېرې نجونې په ښوونځیو او دیني مدرسو کي زدهکړې کوي او په دیني مدرسو کي نجونې تر لوړو درجو پورې خپلو زدهکړو ته دوام ورکولای شي.
کله چې له هغه وپوښتل شول چې دیني مدرسې څنګه د طب په څېر برخو لپاره ښځینه ډاکټرانې روزلای شي، متقي وویل چې ښځې د ژوند په ټولو برخو کي نه دي محدودې شوې او د ده په وینا، یوازې "یوه وړه برخه" تر بلې خبرتیا پورې محدوده شوې ده.
افغانستان دا مهال د نړۍ یوازینی هېواد دی چې نجونې پکښي له شپږم ټولګي پورته رسمي ښوونځیو او ښځې له پوهنتوني زدهکړو منع شوې دي.
متقي په همدې مرکه کي دا هم ویلي چې د افغانستان خلک د طالبانو له اوسني حکومت څخه راضي دي. هغه د خپل دریځ د ثبوت لپاره د هېواد امنیتي وضعیت یاد کړی، خو د خلکو د رضایت په اړه یې کومه خپلواکه سروې یا شمېرې نه دي وړاندې کړي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې له سیمهییزو هېوادونو سره یې سیاسي او اقتصادي اړیکې پراخې شوې دي او له اروپايي هېوادونو سره په اړیکو کي هم پرمختګ شوی دی.
هغه وايي، په یو شمېر هېوادونو کي د طالبانو تر کنټرول لاندې افغان سفارتونه او قونسلګرۍ فعالیت کوي او د طالبانو استازي هم هلته د ډیپلوماټانو په توګه دندې ترسره کوي.
متقي ویلي چې د طالبانو د حکومت نړیواله رسمي پېژندنه ورته مهمه ده او د روسیې له خوا د طالبانو د حکومت په رسمیت پېژندل یې مثبت ګام بللی دی.
روسیه تر اوسه یوازینی هېواد دی چې د طالبانو حکومت یې په رسمي ډول په رسمیت پېژندلی دی.


شال نیوز